جلال اباد کې د ګلبدين حکمتيار غونډې ته نژدې چاودنه شوې
د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې د اسلامي حزب غونډې ته نژدې چادونه شوې چې له امله يې څلور تنه وژل شوي او ۱۰ نور ټپيان دي.
چاودنه ځايي مهال شاوخوا يوه نيمه بجه د جلال اباد ښار په ختيځ څنډه بهسودو پله ته څېرمه داسې مهال شوې چې د غونډې ګډونوال له ځايه د وتو په حال کې وو.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼی وايي، چاودېدونکي توکي په یوه موټرسايکل کې ځای پر ځای شوي وو.
نوموړی وايي، د يوه ټپي حالت د اندېښنې وړ دی او د پاتې ټپيانو روغتيايي حالت ښه دی.
د پېښې يوه شاهد رستم بي بي سي ته وویل، چاودنه د هغه کاسټر موټر ترڅنګ وشوه چې د غونډې ګډونوال يې لېږدول.
نوموړی وايي، "دې کاسټر کې هماغه د غونډې ګډونوال وو، یو شمېر موټر ته ورختلي و او نور هم ورته د تلو لپاره را روان و چې دلته چاودنه وشوه".
تراوسه کومې ډلې د دغه بريد مسووليت نه دی منلی.
دا پېښه په داسې مهال کې کېږي چې د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار په جلال اباد کې د روان وضيعت په اړه يوې رابللې غونډې ته وينا درلوده چې د درې زرو په شاوخوا کې ګډونوال ورته راټول شوي وو.