BBC
 شاته

د افغانستان او چین تر منځ د ریل پر مټ سوداګري پیل شوه

Image copyright isaf
Image caption افغانستان کې دا مهال یوازې د حیراتانو بندر او مزارشریف ښار تر منځ د ریل ګاډي فعالیت شته

د افغانستان او چین ترمنځ د ریل ګاډي پرمټ د سوداګریزې راکړې ورکړې بهیر پيل شو.

دغه ریل ګاډی به د قزاقستان او ازبکستان له لارې د افغانستان او چین ترمنځ سوداګریز توکي لیږدوي.

له همدې لارې به د چین د هایمن او د افغانستان د حیرتان بندر ترمنځ سوداګریز توکي لیږدول کېږي.

چین کې د افغانستان سفیر جانان موسی زي بي بي سي ته وویل'' دغه ریل ګاډی به له هایمن نه د افغانستان حیرتان بندر او وروسته مزار شریف ته سوداګریز توکي لیږدوي.'' نوموړی زیاتوي، دغه ریل لاره به دوه اړخیزه وي، چې په وینا یې له چینه به افغانستان ته او له افغانستانه به چین ته توکي لېږدوي.

اوسمهال د افغانستان او چین تر منځ سوداګري نا انډوله ده او د چین له لوري ډېری سوداګریز توکي افغانستان ته واردیږي. خو افغان چارواکي هیله مند دي، چې دې سره به د افغانستان او چین تر منځ د سوداګرۍ حجم کې زیاتوالی راشي.

د ریل ګاډي د دغې لارې اډانه له مخکې موجوده وه، خو د فعالولو لپاره یې رسمي هوکړه نه وه شوې. اوس د یوې پروژې په بڼه دغه چاره پیل شوې، چې د ښاغلي موسی زي په وینا سوداګر هم پکې شامل دي.

ښاغلی موسی زی وايي له تېرو شپږو میاشتو راهیسې یې هڅه کوله، چې په دې لړ کې د قزاقستان او ازبکستان د چارواکو هوکړه تر لاسه کړي، چې وايي اوس دغه چاره شوې.

Image copyright AfghanistanRailwayAuthority
Image caption پر یو شمېر پروژو کار کېږي، چې له مخې به افغانستان د ریل پټلي په وسیله له یو شمېر ګاونډیو هېوادونو سره ونښلي جانان موسی زی

د ریل ګاډي دغې لارې ته د ورېښمو له لارې وروسته د افغانستان او چین تر منځ د لومړنۍ مخامخ سوداګریزې لارې په نظر کتل کېږي.

افغانستان کې دا مهال یوازې د حیرتانو بندر او مزارشریف ښار تر منځ د ریل ګاډي فعالیت شته، خو چارواکي وايي پر یو شمېر پروژو کار کوي، چې له مخې به یې افغانستان د ریل پټلي په وسیله له یو شمېر ګاونډیو هېوادونو سره ونښلي.

ښاغلی موسی زی وايي:

'' د پنځو هېوادونو تر منځ د ریل ګاډي پټلۍ غځولو پر یوې پروژې هوکړه شوې، چې له مخې به یې له چین نه د قرغیزستان او تاجستان له لارې افغانستان او بیا ایران ته د ریل پټلۍ وغځولې شي.''

اټکل کېږي، هغه ریل ګاډی، چې د چین له هایمن ښار نه نن د افغانستان پر لور وخوځید ښايي دوې اونۍ وروسته د افغانستان حیرتان بندر ته ورسيږي.

چین چې په نړۍ کې مخ پر ودې او ډېر تولیدي هېواد دی، له افغانستان سره د میلیاردونو ډالرو سوداګریزه راکړه ورکړه لري.