BBC
 شاته

پر چارواکو ولې د بوټ ګوزار کېږي؟

د انځور حقوق AFP
Image caption منتظر زیدي پر بوش د بوټ ګوزار کوي.

د پاکستان د پنجاب په ګجرات ښار کې د سې شنبې په ورځ د پاکستان تحریک انصاف پر مشر عمران خان د بوټ ګوزار وشو

تېرو دریو ورځو کې دا دویمه پېښه ده چې د پاکستان سیاستوال پر بوټ ویشتل کېږي.

له دې مخکې د لاهور یوه دیني مدرسه کې د وینا پر مهال د پاکستان پر پخواني لومړی وزیر نواز شریف څو ځل د څپلیو وار وشو.

له هغه یوه ورځ مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د خپل ګوند ناسته کې د مشواڼۍ ګوزار وشو، چې مخ یې ور شین کړ.

پولیسو ګوزاروونکی ونیو، خو خواجه اصف وباښه.

تېره میاشت د پاکستان د کورنیو چارو وزیر احسان اقبال هم د څپلکې له ګوازر سره مخ شو.

خو دا پېښې پاکستان کې مخینه لري، د ۲۰۱۳ کال مارچ ۲۹ يوه پاکستاني وکيل د کراچۍ په ښار کې پر پخواني ولسمشر جنرال پرويز مشرف هغه وخت د بوټ ګوزار وکړ، چې محکمه کې یې د ضمانت غوښتنه کوله.

له ده مخکې د ۲۰۱۰ کال د اګست په اوومه لندن کې د پاکستان پر پخواني ولسمشر او د بې نظیر بوټو پر خاوند اصف علي زرداري هم د بوټ ګوزار وشو.

نورو هېوادونو کې د بوټ ګوزار

د انځور حقوق Getty Images
Image caption پر مشرف د بوټ د ګوزار ورځ.

نورو هېوادونو کې هم په ناستو یا مراسمو کې پر چارواکو یا مخکښو کسانو د بوټ ګوزار شته، لکه د تېر سپټمبر پر ۲۷ په هرات کې پر حکمتیار د بوټ ګوزار.

خو ځینې وخت داسې هم پېښېږي چې ممکن یو څوک په خپل هېواد کې پر بهرني چارواکي د بوټ ګوزار وکړي.

د ايران پر پخوانی ولسمشر محمود احمدي نژاد د ۲۰۱۳ کال د پرورۍ په لومړیو کې د مصر پلازمېنه قاهره کې دوه ځلې د بوټ وار وشو.

دا په ۱۹۷۹ کې د ایران د اسلامي انقلاب له پیلېدو وروسته مصر ته د ایراني ولسمشر لومړی سفر و.

بوټ ګوزاروونکو دا برید هغه څه ته خپل غبرګون ښود، چې دوی په اسلامي هېوادونو کې د ایران د شیعه پراختیا او په خپله خاوره کې سنیانو ته د مذهبي مراسمو ازادي نه ور کولو سیاست باله.

دا ډول د سوریې یوه کورد وګړي- چې ژوندی دې وي کوردستان نارې یې وهلې - په اسپانیا کې د ۲۰۱۰ کال د پرورۍ وروستیو کې د ترکیې پر ولسمشر رجب طیب اردوعان- چې هغه مهال لومړی وزیر و- د بوټ ګوزار وکړ.

یواځې پر چارواکو برید کېږي؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption مصر کي پر احمدي نژاد دوه ځلې د بوټ ګوزار وشو.

سره له دې چې په ناستو یا نورو حالاتو کې تر ډېره د بوټ ګوزار پر چارواکو یا مهمو کسانو شوی، خو د ۲۰۱۲ کال په مۍ کې د ناروې په یوه محکمه کې یوه کس په یوه ډلوژونکي هم د بوټ ګوزار وکړ.

اندرس بریویک د یوه ګوند په غونډه کې ۹۳ کسان ووژل او له څلورو سوو ډېر یې ټپیان کړل.

په نوموړي د بوټ وار داسې کس وکړ چې په دغه پېښه کې یې خپل ورور وژل شوی و.

بوټ د څه سمبول دی؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption لبنانیو نجونو پر بوش د بوټ ګوزار انځور نیولی.

بوټ ګوزارول په ډېرو ملتونو په تېره منځني ختیځ کې یو چا ته د خاورې شندلو په مانا دي.

د تکزاس پوهنتون د منځني ختیځ د چارو څېړونکې پوهانده فیقه شیرزاي له سي اېن اې سره خبرو کې وايي پښې د انسان د بدن خورا ټیټه برخه ده او تر هغه لاندې بوټ دی:

"پښې له وګړو او په سرک له ګرد یا خاورو سره تړاو لري. په پښو ګرد د ټولنیز جوړښت نشتوالی، د اقتصادي کچې، د زدکړې کچې او نورو ټیټوالی ښییي".

د بوټ ګوزارولو موخې

عراق کې پر بوش بوټ واروونکي منتظر زیدي ویل دا کار یې هغو وینو ته غبرګون و چې عراق کې بهېږي.

ایران کې د زیدي د دې برید هرکلی وشو، خو عراق کې ځینې خلکو منتظر زیدي ستایه او نورو غانده.

دوی دا کار د مېلمه پالنې خلاف وباله.

په مصر کې د احمدي نژاد پرضد د بوټ ګوزاروونکو هڅه خپل کلتور ته سپاوی وبلل شو.

خو بوټ ګوزارول چې له منتظر زیدي پیل شول، دی ډېر مشهور کړ او هغه بوټ هم ډېر وپلورل شو.

ښايي نور کسان هم فکر وکړي چې بوټ ګوزارولو سره به مشهور شي.

دا ډول ممکن بوټ ګوزاروونکی یواځې خپله انګېزه ونه لري، د نورو له خوا پارول شوی وي.

پر نواز شریف د څپلو ګوزارولو ناسته کې مخکښ خبریال سهیل وړایچ بي بي سي ته ویلي، داسې فکر کوي چې دا پلاني پېښه وه.

که څه هم دا پېښه پاکستان کې ټولو ګوندونو غندلې، خو د عمران خان پلویان وايي، د دوی په مشر د بوټ ګوزار د پاکستان مسلیم لیګ نواز شریف ډلې په پلان شوی دی.

داسې هم ویل کېږي چې ممکن بوټ واروونکی د چارواکو له کړنلارې سره د مخالفت ترڅنګ د شهرت، ثروت او یو بل هېواد ته د تللو او پنا غوښتلو هیله هم ولري.

د بوټ ګوزار دودېدل

د انځور حقوق .
Image caption عراقی خبریال منتظر زیدي چې پر بوش یې د بوټ ګوزار وکړ.

د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۸ کال کې د عراق د سفر پر مهال د امریکا پر پخواني ولسمشر جورج بوش یو خبریال منتظر زیدي د بوټ ګوزار وکړ.

له هغه وروسته د زیدي دا کار په نړۍ کې د اعتراض په سمبول بدل شوی او د نړۍ په مختلفو سیمو کې پر چارواکو او وتلو څېرو د بوټ ګوزارونه کېږي.

دا بریدونه که د اړوند چارواکو د وګړو یا د نورو هېوادونو د وګړو له خوا دي، ترمنځ یې مشترک ټکی په ظاهره د یوې موضوع یا د دوی د واکمنۍ په اړه خپل مخالفت څرګندول دي.

پر بوټ سربېره دغه برید کې نور وسایل هم کارېږي، لکه د ۲۰۱۰ کال د سپټمبر لومړیو کې د برتانیا پخوانی لومړی وزیر ټوني بلیر پر بوټ سربېره په هګیو او بوتلونو هم وویشتل شو.

په امریکا کې پخوانی ولسمشر ډونلد رېګن هم په هګیو ویشتل شوی و.

خو اوس په دا ډول بریدونو کې بوټ زیات کارېږي، ځکه ممکن څوک غونډې ته هګۍ ونه رسول شي، خو د بوټ مخنیوی کېدلی نه شي.

که څه هم د بوټ وار د امریکا پر ولسمشر جورج بوش پیل شوی، خو له هغه وروسته یواځې د ۲۰۱۴ کال اپرېل کې یوه بله امریکايي پخوانۍ چارواکي هېلري کېلنټن په خپل هېواد کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال د یوې مېرمنې د بوټ له ګوزار سره مخ شوې.

خو دا بوټ دا ګوزار په اسیا، افریقا، اسټرالیا او اروپا کې د ولسمشرانو او لومړیو وزیرانو په ګډون په نورو چارواکو بیا بیا شوی دی.