BBC
 شاته

بریدونه څنګه جرمني د مدني ازادیو ارزولو ته اړ کوي

Image copyright GETTY IMAGES

"جرمني یو خوندي هېواد دی، د پولیسو پیاوړی ځواک لري، امنیتي ادارې يې ښې منظمې دي ... [په امنیتي چارو کې] موږ تکړه یوو، خو غواړو چې له دې هم ښه شوو".

د جرمني د کورنیو چارو وزیر، تامس د میزیر، په دې وروستیو کې د ترهګرۍ ضد اقداماتو یو اوږد لست اعلان کړ: په زرګونو د پولیسو نوي افسران، د امنیتي ادارو لپاره په میلیاردونو یورو نورې پیسې، بهتره انټرنیټي اطلاعات او د بهرنیو جنایتکارانو ګړندي شړل.

البته په یوه مفهوم دا د جرمني د خلکو د بیا ډاډینې لپاره وو. دا لومړی ځل نه دی چې حکومت د ترهګرۍ ضد اقدامات اعلانوي. خو دا د هغې پېښې ځواب هم بلل کېږي چې فکر کېږي د جرمني په خاوره کې لومړی ترهګريز برید و او په اصطلاح د "اسلامي دولت" ډلې لخوا يې الهام اخیستی و.

تېره میاشت، د انسباخ په ښار کې، یوه سوريايي سړي هغه وخت ۱۵ کسان ټپیان کړل چې د موسیقۍ په یو جشن کې يې ځانمرګی بريد وکړ. څو ورځې وړاندې، یو ځوان هلک د یوه تبر په مرسته په اورګاډي کې پر مساپرو برید وکړ.

خو، د پاریس او بروکسل د بریدونو په شان ستر پلان شوي بريدونه تراوسه په جرمني کې نه دي شوي. امنیتي سرچینې وېرېږي چې کېدای شي په جرمني کې هم دغسې بریدونه وشي.

د باواریا ایالت د استخباراتي ادارې د مشر مرستیال، مانفرډ هاوزر، وايی "ګواښ فرضي دی خو احتمال يې ډېر دی ځکه چې موږ په جرمني کې ضربتي او پټې ډلې لرو چې ځان يې غلی کړی دی... روښانه نښې شته چې د "اسلامي دولت" ډلې د قوماندې جوړښت شته دی. په هغې کې به داسې یو څوک وي چې په جرمني کې د بریدونو پلانولو مسولیت به لري".

Image copyright AP
Image caption د جرمني د کورنیو چارو وزیر ټامس د میزیر ټینګار کوي چې هېواد خوندي دی

ښاغلی هاوزر وايي د ده استخباراتي مامورین د یو ډېر شمېر رپوټونو په اړه پلټڼې کوی چې وايي "اسلامي دولت" ډلې د کډوالو له کړکېچ نه ګټه اخیستې، "ضربتي ډلې" يې رالېږلي – د پناه وړونکو په بڼه ېې ځان پټ کړی چې د بریدونو لپاره ځان چمتو کړي.

باورکېږي چې "اسلامي دولت" ډله هغه ځوان پناه وړونکي خپل هدف ګرځوي چې د ژوند ترخو تجربو له روحي پلوه زیانمن کړي او د بنسټ پاله کېدو پر وړاندې کمزوري دي. ښاغلی هاوزر وايي "د دې یو علت چې موږ ډاډمن کېدای نشو دا دی چې دقیقا نه پوهېږو چې څه ډول کسان د پناه وړونکو په توګه هېواد ته راغلي.ډېری پناه وړونکي نه دي راجسټر شوي. له دې امله استخباراتي ادارو لپاره سخته ده چې وپوهېږي کوم خطرناک کسان دې هېواد ته راغلي دي".

هغه زیاتوي چې، یوه بله ډله خلک هم شته دي چې چارواکي يې اندېښمن کړي- "هغه خلک چې له سوريې یا له عراقه راستانه شوي، هلته يې د وسلو کارول زده کړي، ترهګري يې زده کړې او په وسله والو جګړو کې د ګډون له امله ورباندې ظلمونه شوي. دا یوه ډېره خطرناکه ډله خلک دي".

د کورنیو چارو وزیر وویل تخمین شوی چې کېدای شي تر ۸۰۰ پورې جرمنیان په سوريې یا عراق کې جنګېدلي وي. فکر کېږي چې نژدې درېیمه برخه به يې بېرته جرمني ته راستانه شوي وي. له هغو کسانو څخه به د جرمني تابعیت واخیستل شي چې دوه ګوني تابعیتونه لري.

وروستۍ څېړنې ښيي چې درې پر څلورمه برخه جرمنیان د ترهګرۍ د ګواښ له امله اندېښمن دي.

د یوې څېړنې د رپوټ یوه لیکونکي، د هایدلبرګ د پوهنتون پروفیسر مانفرډ شمیت له قوله ویل شوي چې "پخوا به خلکو د پیسو، روغتیا او چاپېریال په اړه اندیښنه درلوده. اوس د دغو شیانو پر ځای د ترهګرۍ او افراطیت په اړه اندېښنه لري".

Image copyright EPA
Image caption د بیروث د فیستیوال یا جشن په ګډون، په جرمني کې ټینګ امنیتي ګامونه پورته شوي

د ترهګريز بريد د ګواښ او جرمني ته له یو میلیون زیاتو پناه وړونکو د راتګ ترمنځ د اړیکو احساس د جرمني سیاستوالو لپاره یوه ستونزمنه مسله ده (د تېرې میاشتې دواړه بریدګر د پناه وړونکو په توګه هېواد ته ننوتلي وو).

دوه پوښتنې- جرمني څنګه خوندي وساتل شي او نوي راغلي خلک څرنګه د جرمني ټولنې سره ګډ کړل شي- په حقیقت کې دا مسله له وړاندې د راتلونکي کال د عمومي ټاکنو د غیر رسمي کمپاین یوه موضوع ګرځېدلې.

هیر مو نشي چې د دې هېواد لويو ګوندونو خپلې رايې ښي اړخي ګوند، الټرنیټیف فویر دویچلند، ته بایللي. او اوس د ترهګرۍ د ګواښ په اړه شدید سیاسي او عمومي بحث د کورني امنیت د مسلې له پولې اوښتی دی.

د مثال په توګه، ښاغلی د میزیر د خپلو ځینو محافظه کارو ملګرو لخوا تر فشار لاندې دی چې د ښځو پر برقع یا چادرې باندې دې بندیز ولګوي او دوه ګونی تابعیت دې غیرقانوني کړي.

دا استدلال کېدای شي چې جرمني اوس په یوې څلور لارې کې دی، د دې پوښتنې سره مخ دی چې څه ډول یوه ټولنه غواړي ولري.

د مثال په توګه، د هېواد دفاع وزیره، اورسولا فون در لیین، غواړي چې د ترهګريزو بریدونو په وخت کې دې پوځ هم د پولیسو ترڅنګ کار وکړي.

له دویمې نړیوالې جګړې راهیسې وسله وال جرمني عسکر نه وو رابلل شوي. له دې خبرې سره هغې یوه حساسه او د ځینو لپاره یوه نادره موضوع راپورته کړې ده.

Image copyright GETTY IMAGES
Image caption دفاع وزیره اورسولا فون در لیین غواړي چې د ترهګريزو بریدونو په وخت کې دې پوځ هم د پولیسو ترڅنګ کار وکړي

جرمنی تاریخپوه، پروفیسر مایکل ولفسوهن، په دې باور دی چې د جرمنیانو په فکر کې یو بنسټیز بدلون راغلی.

هغه وايي په اروپا کې "موږ د یوه تاریخي بدلون په حالت کې یوو. تر هغو چې موږ په جرمني کې ريښتیانی ترهګريز ګواښ نه درلود او یواځې یو فرضي خطر و، دا بحث د یوه فرضي بحث په توګه پاتې و.

"خو اوس موږ د یوه نوي واقعیت سره مخ یوو نو ځکه عادي خلک، ښی اړخي نه بلکې عادي وګړي، وېرېږي او له دې امله به د سیاستوالو لپاره لا نوره هم آسانه شي چې ولس وهڅوي ... چې هغوې باید غبرګون وښيي".

همدا راز د ډېرو لپاره یوه بله نارامونکې مسله د خصوصي حریم په اړه بحثونه دي. د ویډیوګانو د څارنې او په عامه ځایونو کې د څیرې د پېژندنې سافټویر( نرم کالي) د کارولو لپاره غوښتنې ډېرې شوې دي.

حکومت غواړي چې له ډاکټرانو سره په دې هکله خبرې وکړي چې کله او څرنګه د هغو ناروغانو په اړه چې د خلکو خوندیتوب ته ګواښ پېښوي له چارواکوسره اطلاعات شریک کړي.

دا د جرمني لپاره ، ډېر حساسیت پارونکي بحثونه دي، داسې یو هېواد چې د خصوصي حریم ساتنه ورته ارزښت لري او د ډېرو لا هغه وخت نه دی هیرکړی چې حکومت به هره ورځ پرخپلو خلکو جاسوسي کوله او تر څارنې لاندې به يې ساتل.

معاصر جرمني پرخپلو مدني آزادیو باندې ویاړي. اوس د دې هېواد مشران د دې معضلې سره مخ دي چې څرنګه هم خپل وګړي خوندي وساتي او هم هغه ارزښتونه چې درناوی يې کوي.