BBC
 شاته

د افغانستان پر امریکایي پوهنتون برید

وسله والو کسانو د پنجشنبې په ورځ (سنبلې/وږي ۳مه) د پلازمېنې کابل په دارالامان سیمه کې د افغانستان پر امریکايي پوهنتون برید وکړ. د کابل پولیسو ویلي، په برید کې د ۷ محصلینو په ګډون ۱۳ کسان وژل شوي. ددي برید مسوولیت تراوسه هیچا نه دی منلی.

Image caption دا د افغانستان امریکایي پوهنتون خوا کې د نابینایانو ښوونځی دی چې وسله والو له چادېدونکو توکو ډک موټر د دروازې په ړنګولو انګړ ته ننویستی او د پوهنتون دېوال ترڅنګ یې چولی

Image caption د موټر یوه برخه د نابینایانو ښوونځي په انګړ کې د چاودنې له ځایه لږ لرې پرېوتې
Image caption موټربم چاودنې سره د نابینایانو ښوونځي درملنځی چې په کانټینر کې و، سوځېدلی او امریکایي پوهنتون د ټیټ دیوال پر سر کښل شوي اوسپنیزې موانع هم لمنځه تللي او وروسته دوه بریدګر له همدې دېوال نه پوهنتون ته وراوښتي
Image caption د نابینایانو ښوونځي انګړ
Image caption چاودنې سره د ښوونځي درسي خونې تخریب شوي
Image copyright AFP
Image caption پر امریکایي پوهنتون د برید ټپیان کابل کې ایمرجنسي روغتون کې دي
Image copyright AFP
Image caption د کابل پولیسو قومندان ویلي، په دې برید ۳۵ محصلین او ۹ پولیس ټپیان شوي نژدې ۷۵۰ محصلین ژغورل شوي دي.
Image copyright Getty
Image copyright
Image caption د کابل د پولیسو مشر عبدالرحمن رحیمي بي بي سي ته وویل، د برید په وژل شویو کي درې پولیس او د پوهنتون درې ساتونکي هم شامل دي.
Image copyright AFP
Image caption پر پوهنتون تر برید وروسته امنیتي ځواکونه سیمې ته ورسېدل
Image copyright AFP
Image caption د افغانستان امریکایي پوهنتون د کابل ښار په لویدیځه څنډه دارالامان کې دی