پاکستان کې افغان کډوالو تعليمي ادراې بندېږي
د پاکستان حکومت لخوا د افغان کډوالو د نوم ليکنې يا رجسټرېشن نوې پاليسۍ افغان تعليمي ادارې اغېزمنې کړې دي.
په پېښور کې د افغان ښوونځيو د اتحاديې مشر او د مولانا جامي ليسې رييس نقيب الله بي بي سي ته وويل، "د پاکستان حکومت د نوې پاليسۍ له کبله په دغه هېواد کې د افغان کډوالو ۲۶۰ تعليمي ادارې تړل کېږي چې ورسره نژدې د ۶۰ زرو زده کوونکو زده کړې اغېزمنېدلی شي".
نوموړي وويل په دغو کې۱۵۰ په خيبر پښتونخوا کې دي چې يوزاې ۶۰ د پېښور او شاو خوا سيمو کې په کمپونو کې جوړې شوې دي.
نقيب الله وويل ډېر شمېر افغان زده کونکي افغانستان ته روان دي چې ورسره په افغان ښوونځيو کې د زده کونکو شمېر کم شوی. هغه زياته کړه د ښونځيو چلوونکي اوس د ودانيو کرايه او د ښوونکو د معاشونو توان هم نه لري.
د نقيب الله په وينا، "هره ورځ له ۳۰ تر ۴۰ افغان زده کوونکي د تګ عريضه اخلي چې بيا کابل او نورو سيمو ته ځي".
د ده په وينا "که زده کوونکي داخله ونه کړي نو موږ به ونشو کړای چې کرايه ورکړو نو موږ مجبور يوو چې دغه ښوونځي وتړو".
نقيب الله په وينا افغان چارواکو ورته د لس يا پنځلس ښوونځيو پر مهال د يوه ښوونځي جوړولو وړانديز کړی خو د ده په وينا چې دغه کار شونی نه دی.
د افغان تعليمي ادارو د ممکنه تړل کېدو د زده کوونکو مور او پلار هم د خپلو ماشومانو د زده کړو په اړه اندېښمن کړي.
په پېښور کې يو افغان عبدالعظيم وويل، دی له پاکستاني او افغان چارواکو غواړي چې د افغان زده کوونکو زده کړې له اغېزمنېدو وژغوري.
د پاکستان حکومت لخوا د افغان کډوالو په اړه له نوې پاليسۍ وروسته خپل هېواد ته د افغان کډوالو د ستنېدو بهير زيات شوی دی.
په پاکستان کې سلګونه زره افغان کډوال ژوند کوي چې نژدې نيم يې غيرقانوني ګڼل کېږي.