د سوریې پر غوطه ۵ ورځې پرلپسې بمباریو ۴۰۰ کسان وژلي
د سوریې د جګړې څارونکې ډلې وايي، له تېرې یکشنبې پر ختیځه غوطه د هوايي ګوزارونو او ځمکنيو درنو ډزو له امله ۴۰۰ کسان وژل شوي دي.
په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د روسیې په غوښتنه د ختیځې غوطې د وضعیت په اړه د بېړنۍ ناستې غوښتنه کړې، پر دغه سیمه هوايي ګوزارونه لا هم روان دي.
د راپورونو له مخې، د تېرې شپې په بمباریو ۴۶ نور کسان هم وژل شوي دي.
ملګري ملتونو وايي، په ختیځه غوطه کې ۳۳۹ زره کسان کلابند پاتې دي. د دغه نړیوال بنسټ سرمنشي د سوریې غوطه سیمه د وروستیو بمباریو له امله (د ځمکې پر مخ دوزخ) بللې وه.
دا سیمه د پلازمېنې دمشق په ختیځ کې پرته ده او د دولتي د ځواکونو او ملاتړو وسله والو تر کلابندۍ لاندې ده.
د سوریې ختیځ غوطه کې بمباریو "۲۵۰ کسان وژلي"
سوریه کې وسلوالو ډلو د سولې خبرو د پرېکون ګواښ وکړ
پنجشنبه د فبرورۍ ۲۲مه، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۱۵ غړي په نیویارک کې را سره راټول شوي و چې د سوریې د غوطې سیمې د جګړې پای ته رسولو په اړه د پرېکړه لیک د مسودې په اړه خبرې اترې وکړي.
دغه ناسته د روسیې په غوښتنه جوړه شوې چې موخه یې داسې یوې هوکړې ته رسېدل دي چې له مخې د جګړې ښکېلې خواوې له غوطې څخه د ملکیانو د وتلو لپاره ۳۰ ورځنی اوربند وکړي.
دغه پرېکړه لیک به په سوریې کې د نورو جنګېدونکو ډلو لکه القاعده، داعش، النصره جبهې پر وړاندې د پلې کېدا وړ نه وي.
په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازې واسیلي نبنزیا وايي، تر اوسه د دغه پرېکړه لیک د مسودې په اړه چې کویټ او سوېډن چمتو کړې، توافق نه دی تر لاسه شوی او روسیه په دغه مسوده کې د اصلاحاتو راوستلو په لټه کې ده.
په ورته وخت کې امریکا، برتانیا او فرانسې هم د یادې مسودې د ژر تصویبېدو غوښتنه کړې ده.