شاته

د پوځیانو د جنازې لمونځ د نه ادا کولو په تړاو نیوکې

د افغانستان په شمال کې ځیني امنیتي ځواکونه شک لري چې ځیني ملایان د هغو پوځیانو د جنازې د لمونځ د ادا کولو نه ډډه کوي چې د طالبانو په وړاندې جگړې کې وژل کیږي.

د افغانستان د دیني عالمانو دغه ډول چلند په د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د مایوسۍ سبب شوی او وایي چې دیني عالمان باید د سرتیرو د جنازې او خاورو ته سپارلو مراسمو کې د گډون نه ډډه ونکړي.

دغه اندیښنه په داسې حال کې رامنځ ته شوې ده چې یو شمیر دیني عالمان په جوزجان ولایت کې د افسرانو او سرتیرو سره په یوې گډې غونډه کې د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړ.

حسن شولگري په جوزجان کې د ملي پوځ افسر وايي "زمونږ سرتیر په شورتیپه کې شهید شو، جنازه مو ولیږله، علما نه حاضریږي چې د جنازې مونځ یې ادا کړي. مونږ نه هیلې شوې یو، ډیر خواشینې شوي یو، خو دا خواشینې به د دې سبب نشي چې مونږ له خپلې دندې نه منحرف شو."

څه موده وړاندې ځیني عالمانو په خوست او ننگرهار ولایتونو کې د افغان امنیتي ځواکونو په خلاف جگړه غیر اسلامی بللې وه او له خلکو نه یې د افغان پوځ د ملاتړ غوښتنه کړې وه.