BBC
 شاته

"مېرمنې دې سوله لومړی له خپل کوره پیل کړي"

تادامیچي یاماموتو د انځور حقوق Getty Images
Image caption تادامیچي یاماموتو وايي، د کولمبیا سوله د افغانستان لپاره یوه ښه نمونه ده

د کابل پروسې دویمې ناستې په پار د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سولې او ننګونو په اړه د ښځو نظرونو راټولو لپاره غونډه جوړه کړې وه.

د دغو نظرونو غورچاڼ به د کابل په ناسته کې چې تر راتلونکو لسو ورځو پورې جوړېږي، وړاندې شي. له طالبانو سره د سولې خبرې او د سخت دریځۍ پر وړاندې مبارزه د کابل د ناستې له اصلي سکالوګان دي.

د بهرنیوچارو وزارت په تالار کې لسګونه افغان مېرمنې او د بهرنیو هېوادونو استازي سره راټول شوي وو چې د سولې په تړاو پر لاسته راوړنو او پر وړاندې پرتې ننګونې وارزوي.

د افغانستان لومړۍ مېرمنې رولا غني په پیغام کې وویل شول، مېرمنې باید لومړی خپلو کورونو او بیا د ګاونډي په کور کې سوله دود کړي.

افغانستان کې د ملګروملتونو سازمان استازی تادامیچي یاماموتو وايي، د کولمبیا سوله د افغانستان لپاره یوه ډېره ښه نمونه ده هغه طرحه چې د فارک اورپکي یې له پنځو لسیزو ورسته له دولت سره د سولې خبروته اړ کړل.

د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption د افغانستان لومړۍ مېرمنې رولا غني په پیغام کې وویل شول، مېرمنې باید لومړی په خپلو کورونو او بیا د ګاونډي په کور کې سوله دود کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکې اصیلا وردګ د یادې غونډې په اړه بي بي سي ته وویل:

"دا له ځینو سفارتونو او د سولې له عالي شورا سره د ښځو یوه مشورتي غونډه وه. د دوی مشورې بیا په یوه پلان بدلېږي او یو کس به یې د کابل پروسې ته وړاندې کوي."

سره له دې چې په دغه غونډه کې ښځو د تېرو لسو کلونو لاسته راوړنو یادونه وکړه، خو چې د خپلو زړونو غوټې خلاصې کړي، ډېر شکایتونه او ګیلې په کې وې.

د سولې عالي شوار مرستیالې حبیبې سرابي په شورا کې د ښځو ونډه سمبولیکه وبلله:

"له بده مرغه اوس هم د ښځو غږ سم نه اورېدل کېږي، کله کله پرېکړې کېږي او بیا پر موږ اورول کېږي یعنې په پرېکړه کې موږ ته برخه نه راکول کېږي."

په پارلمان کې د خلکو استازې هیلۍ ارشاد بیا د ښځو پرمختګ د پام وړ ګڼي، خو مني چې ونډه یې کمرنګه ده:

"که د ښځو پرمختګ په نظر کې ونه نیسو، نو دا به ښه خبر نه وي او کبر به وشي، که اوسنی حکومت له تېرو ۱۶ کلونو سره پرتله کړو نو وینو چې اوس د ښځو ونډه په حکومت کې لرو خو لږ کمه ده."

د انځور حقوق @MFA Afghanistan
Image caption سره له دې چې په دغه غونډه کې ښځو د تېرو لسو کلونو لاسته راوړنو یادونه وکړه، خو چې د خپلو زړونو غوټې خلاصې کړې، ډېر شکایتونه او ګیلې په کې وې.

ټاکل شوې چې دغه نظرونه لنډو کې د یوې مېرمنې لخوا د روانې فبرورۍ میاشتې پر ۲۸مه د کابل په ناسته کې ولوستل شي.

په دې ناسته کې به د ۲۵ هېوادونو او دریو نړیوالو سازمانو استازي برخه لري.

یاده ناسته به افغان دولت له طالبانو سره د سولې خپله طرحه وړاندې کړي او له سخت دریځۍ سره پر مبارزې به له برخوالو سره خبرې وکړي.