BBC
 شاته

"د سیلفي عکس په پلمه يې د مجسمې ګوته غلا کړه"

. د انځور حقوق AFP

چین له امریکا د هغه کس سره د قانوني چلند غوښتنه کړې چې په یوه نندارتون کې یې د تاریخي مجسمې د لاس یوه ګوته غلا کړې. چیني رسنیو رپوټ ورکړی چې، ددغې ۲۰۰۰ کلنې مجسمې ګوته په امریکا کې د یوه نندارتون پرمهال ورکه شوې ده.

دغه تاریخي اثر شاوخوا څلورنیم میلیون ډالره ارزښت لري. ویل کیږي د مایکل روهانا په نوم یو کس په غلا تورن شوی دی.

د محکمې د اسنادو له مخې ۲۴ کلن روهانا د ډسمبر پر ۲۱ د فرانکلین د موسسې د کلیزې په مراسمو کې ګډون کړی و. رپوټونه وايي، چې روهانا په دې مراسمو کې ځان پر ټیلیفون بوخت کړی و او له یادې مجسمې سره یې سیلفي انځورونه اخيستل، وروسته یې لاس د مجسمې چپې خواته اوږد کړ او یو څه یې پورته کړل.

وروسته، د موزیم کارکوونکو پر دغې چیني مجسمې د روهانا د ګتو نښې وموندلې.

د چین د کلتوري میراثونو د مرکز مشر د دوشنبې په ورځ د فراکلین د مجسمو دولتي سازمان په بې غورۍ تورن کړ او په کلکو ټکو یې وغانده.

ده وویل موږ د امریکا له دولته غواړو چې مجرمینو ته سزا ورکړي. هغه وايي، دوه کارپوهان یې امریکا ته لېږلي چې موضوع سمه وڅېړي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د چین پخواني امپراتور چین شي هونګ شاوخوا ۸۰۰۰ مجسمې په دې موخه جوړې کړې وې چې دده له مرګ وروسته به یې ساتنه کوي.

دا مجسمه چې د چین پخواني پوځ پورې اړه لري، مهم تاریخي اثر ګڼل کېږي.

د چین پخواني امپراطور چین شي هونګ شاوخوا ۸۰۰۰ مجسمې په دې موخه جوړې کړې وې چې د ده له مرګ وروسته به یې ساتنه کوي.

هغه له مېلاده ۲۱۰ کاله مخکې مړ شوی دی. له دغو مجسمو ۱۰ یې د امریکا فراکلین د موسسې په یوه نندرتون کې نندارې ته اېښودل شوي چې له منځه یې د یوې ګوته ورکه شوې ده.

دا مجسمې په ۱۹۷۴ کال کې د چین د کرنې د مسولینو لخوا وموندل شوې.