BBC
 شاته

افغانستان کې د شمالي وزیرستان کډوال

په خوست او پکتیکا كې د شمالي وزیرستان مېشت کډوال وایي، غواړي خپل پلرني ټاټوبي وزیرستان ته ستانه شي، خو په وینا یې په بېرته تګ کې له ستونزو سره مخامخ دي. دوی وایي، د دریو کلونو په تېریدو لا هم بېرته نه شي ستنېدلی او په وزیرستان کې یې د جګړې له امله د ژوند ټولې اسانتیاوې ويجاړې شوې دي. افغان چارواکو هم هغه ګونګوسې رد کړي، چې ګنې دوی د دغو کډوالو د بېرته ستنېدو مخه نیسي. احمدشاه له خوست نور حال لري .