BBC
 شاته

افغان فوټبال فدراسیون د ښځینه لوبغاړو کالیو بڼې له کبله بښنه غوښتې

دوې اونۍ مخکې کوربنې لوبډلې اردن کې افغان لوبډلې ته سیالیو کې د صفر مقابل کې په شپږو او د صفر مقابل کې په پنځو ګولونو ماتې ورکړه. د انځور حقوق AFGHANISTANWNT/FB
Image caption دوې اونۍ مخکې کوربنې لوبډلې اردن کې افغان لوبډلې ته سیالیو کې د صفر مقابل کې په شپږو او د صفر مقابل کې په پنځو ګولونو ماتې ورکړه.

د افغانستان فوټبال فدارسیون مشر په اردن کې د فوټبال سیالیو پر مهال د افغان ښځینه فوټبال لوبغاړو د کالیو اغوستو بڼې یا ډول پر سر بښنه غوښتې.

فدراسیون مشر کرام الدین کریم وايي، د اردن ښځینه فوټبال لوبډلې سره سیالیو کې افغان لوبغاړو داسې کالي اغوستي وو، چې په وینا یې دوی یې د (قوانینو خلاف او غیر شرعي) بولي.

دوې اونۍ مخکې کوربنې لوبډلې اردن کې افغان لوبډلې ته سیالیو کې د صفر مقابل کې په شپږو او د صفر مقابل کې په پنځو ګولونو ماتې ورکړه.

افغان ښځینه فوټبال لوبډله د سوېلي اسیا سیالیو کې لوبېږي

د افغانستان فوټبالرانې د غوره لیګ سیالیو په تمه دي

د فوټبال فدراسیون رسنیزې برخې مشر محمد شفیع شاداب بي بي سي ته وویل، هغه لوبغاړې چې دغو سیالیو کې د ګډون لپاره له اروپا او امریکا راغلې وې، په خپله خوښه یې دغه ډول کالي اغوستي وو.

نوموړی وايي فدراسیون دغه موضوع په جدي توګه څېړي. د افغان ملي فوټبال لوبډلې یو شمېر لوبغاړې اروپا کې ژوند کوي.

د انځور حقوق HUMMEL
Image caption د افغان ښځینه فوټبال لوبغاړو نوي کالي

خواله رسنیو کې په دې اړه بېلا بېل غبرګونونه څرګند شوي دي. د کالیو موضوع پر سر له مخالفتونو او تاییدونو سره سره یو شمېر بیا وايي د فدراسیون مشر باید د کالیو موضوع پر ځای سیالیو کې د لوبغاړو ناتوانه لوبې له کبله بښنه وغواړي.

دوه کاله مخکې د افغانستان فوټبال فدراسیون ویلي و، د ډنمارک هومل (Hummel) شرکت په همکارۍ یې د افغان ښځیه وو او نارینه وو فوټبال لوبغاړو لپاره نوی یونیفورم یا کالي طرح کړي دي.

د لوبغاړو پر کالیو د زمري تصویر کښل شوی، چې د فدراسیون چارواکو په خبره د جذابیت له کبله یې پرې ډیزاین کړی دی.