BBC
 شاته

"د سوریې اسمان کې د لسو هېوادونو الوتکې او د خطر لوړه کچه "

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د سوریې په لاس د اسراییل غورځېدلې الوتکه.

واشنگټن پوسټ ورځپاڼې د سوريې جگړې سيمه ييزې شخړې بڼه خپله کړې او د دغه اور پراخېدو خطر شته تر سرليک لاندې يو مطلب خپور کړى.

ورځپاڼه وايي هغه جگړه چې د بشار الاسد واکمنۍ پر وړاندې له سوله ييز اجتجاجه پيل شوه او د ځپل شوې سوريې د پاتې شونو پر سر کنټرول لپاره په نړيواله شخړه اوړي.

ورځپاڼه سوريه کې حالاتو ته په اشاره وايي، د دغه هېواد هسک د څه د پاسه لسو هېوادونو له جنگي الوتکو ډگ دى.

په يوه ټلواله کې ټولې شوې ډلې د سياليو ځواکونو په ملاتړ د بلې ټلوالې پر وړاندې جگړه کوي. د جگړې په ډگر کې ځينې متحدين بيا بل ډگر کې د يوۀ بل غليمان دي.

ورځپاڼه وايي امريکا، روسيه، ترکيه او ايران سوريه کې سرتېري لري او له يوبل سره يې ټکر ورځ تر بلې ډېرېږي.

يوازې د يوې اوونۍ په اوږدو کې د روسيې، ايران، ترکيې او اسراییل الوتکې نسکورې شوې دي.

يوه شنونکي ورځپاڼې ته ويلي "د خطر کچه لوړه ده."

اېکسپرېس ټريبيون:

پاکستان کې چاپېدونکې اېکسپرېس ټريبيون ورځپاڼې د يوۀ سعودي سړي په تړاو مطلب خپور کړى چې ادعا کېږي په يوه ورځ کې يې له څلورو مراکشي ښځو سره واده کړى.

که څه هم عربۍ رسنۍ د دغه موضوع د رښتينوالي مالومولو هڅه کوي خو وار له مخه يې په خواله رسنيو کې تاوده بحثونه پورته کړي دي.

پر ټوېټر ډېرى خلکو غوسه څرگنده کړې او ددغه کس دا کړنه يې ښځو ته سپکاوى بللى او ويلي دي چې د "منلونه ده."

خو ځينو نورو بيا پر مذهبي دلايلو د دغه عمل ملاتړ کړى.

ورځپاڼه ليکي، په عربي ټولنه کې دا باور له پوښتنو سره مخ دى چې گواکې اسلام بې له کوم شرطه د گڼو ودونو اجازه ورکوي. ورځپاڼه زياتوي داسې برېښي ډېرى دا حقيقت له پامه غورځوي چې له يوۀ ډير ودونه ځانته شرايط لري.

هندوستان ټايمز:

هندوستان ټايمز په خپل خپاره کړي يوۀ مطلب کې ليکلي، څوک وايي چې د باليووډ مشهورې څېرې سلمان خان ته څوک نه نه وايي.

ورځپاڼه زياتوي ښاغي خان د يوۀ نادر اس څښتن ته وړانديز وکړ چې د دوه کروړو هندي روپيو(شا و خوا ٣٠٠ زره ډالره) په بدل کې يې پر ده وپلوري.

خو د اس څښتن چې سراج پټان نومېږي سلمان خان ته نه وويل.

دغه ډول اسونه په ټوله نړۍ کې يوازې درې دانې دي چې يو يې په کاناډا او بل يې په امريکا کې دى. ويل کېږي دا اس په يوه ساعت کې ٤٣ کيلومټره مزل په داسې ډول وهي چې ورباندې سپور کس نه په عذابېږي.