BBC
 شاته

پاکستان: د ښځو له ملا تیر نه د مغز ایستلو پېښو څېړنه کېږي

د پاکستان عامې روغتیا فدرالي وزېره سایره افضل تارړ وايي، پنجاب ایالت کې د ښځو له ملا تیر نه د مغز 'سپاینل فلویډ ' ایستلو پېښو څېړنې لپاره یې یوه کمېټه ټاکلې ده.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption چارواکي وايي تر اوسه معلومه نه ده، چې دغو کسانو د څه هدف لپاره د ښځو له بدنونو مغز ایستل

چارواکي وايي دغه پېښې د پنجاب ایالت حافظ اباد سیمه کې شوې او د یو شمېر ښځو د ملا له تیر نه داسې حال کې اوبلن مغز ایستل شوي، چې دوی پرې خبرې نه وې.

سپاینل فلویډ یا د هډوکي مغز د دماغ او ملا تېر شاوخوا کې یو ډول اوبلنه ماده ده، چې دماغ او د ملا تیر د جټکې یا ټپي کېدو په صورت کې له زیانه ژغوري.

ایف ای اې: پنجاب کې د ماشومانو تر ټولو ډېر نامناسب فلمونه پر انټرنېټ خپرېږي

پر څلور کلنې ماشومې د جنسي تېري مشکوک کس ډي این اې ورته ده

د اووه کلنې زينب د وژنې په تور يو کس نيول شوى

بل لور ته ځايي پولیسو ویلي، دغه قضیه کې یې څلور کسان نیولي دي.

د ګوجرانواله سیمې پولیسو یو افسر اشفاق احمد خان بي بي سي ته وویل، سرفراز نومي سړي د سیمې اوسېدونکو ښځو ته ویل، چې حکومت د بیوزله نجونو او کونډو د واده لګښت لپاره پېسې ورکوي، خو شرط پکې دا دی، چې باید دغه نجونې او ښځې نه یوازې یوه فورمه لاسلیک کړي، بلکې د طبي معایناتو لپاره د وینې بېلګه هم ورکړي.

پولیس وايي تورن کس د وینې بېلګې تر لاسه کولو په پلمه د هغو ۱۲ ښځو د ملا له تیرونو مغز ایستلي، چې د ده خبره یې منلې ده.

چارواکي وايي تر اوسه معلومه نه ده، چې دغو کسانو د څه هدف لپاره د ښځو له بدنونو مغز ایستل. پولیس دغه راز وايي، د سیمې اوسېدونکو ته د سرفراز او یوې نیول شوې ښځې امنه کړه وړه مشکوک ښکاره شول او پولیس یې پرې خبر کړل.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption پولیس وايي تورن کس د وینې بېلګې تر لاسه کولو په پلمه د هغو ۱۲ ښځو د ملا له تیرونو مغز ایستلي، چې د ده خبره یې منلې ده.

پولیس وايي دغو کسانو ښځې روغتون ته نه بیولې، بلکې د امنې کور کې یې د هغوی له بدنونو مغز ایستل، چې په وینا یې د کور فریج کې د ۱۲ ښځو د (سپاینل فلویډ) بېلګې موندلې دي.