د ترکیې ځانګړي ځواکونه د سوریې خاورې ته ننوتي
د سوریې له جرابلس ښار نه د اسلامي دولت (داعش) نومې ډلې د اورپکو ویستلو لپاره د ترکیې ځانګړي ځواکونه له پولې اوښتي او سوریې خاورې ته ننوتي دي. ځانګړو ځواکونو تراوسه ځمکني عملیات نه دي پيل کړي.
ورته وخت کې د ترکیې توپخانې او هوایي ځواکونو په جرابلس ښار کې د داعش مرکزونه په نښه کړي دي.
له جرابلس نه خپاره شوي انځورونه ښيي چې د ښار له بېلابېلو سیمو لوګي پورته کېږي.
د ترکیې په کرد میشته غازي عینتاب ښار کې د واده مراسمو کې تر ځانمرګي برید وروسته، ترکیه وایي چې غواړي داعش اورپکي له پولې لرې وځغلوي.
ترکیې له دوشنبې راهیسې د داعش پر مرکزونو بریدونه پیل کړي. د سه شنبې په ورځ داعش د ترکیې بریدونو ته د څو هاوانونو په توغولو ځواب ورکړ. ترکیه پر داعش له بریدونو سره هم مهاله، د خلق مدافع واحدونه چې له کردي ځواکونو جوړ دي، په نښه کړي دي.