نقیب مسید وژل کېدو قضیه: پولیس افسر راو انوار له دندې ګوښه شوی
کراچۍ کې هغه پولیس افسر له دندې ګوښه شوی، چې ادعا یې کوله نقیب الله مسید پولیسو سره متقابلو ډزو کې وژل شوی دی. د پېښې څېړونکې کمېټۍ په سپارښتنه د کراچۍ ملیر سیمې پولیس افسر راو انوار له دندې ګوښه شوی.
راو انوار مخکې ادعا کوله، چې نقیب الله مسید د وسله والو طالبانو ملګری و او پولیسو سره مخامخ ډزو کې وژل شوی دی. خو له پېښې وروسته پر خواله رسنیو پراخ غبرګونونه راپورته شول او د نقیب الله مسید خپلوانو ادعا وکړه، چې نوموړی پولیسو د کراچۍ سهراب ګوټ سیمې له یوه رستورانته بېولی و او وروسته یې مړی وموندل شو.
د نقیب الله مسید خپلوانو تور پورې کړ، چې نقیب مسید مزدوري کوله، له سخت دریځو سره یې هېڅ اړیکه نه وه او پولیسو بې محاکمې وژلی دی.
د سند کورنیو چارو ایالتي وزیر د نقیب مسید وژنې څېړنه اعلان کړه او د ترهګرۍ ضد ادارې یو مشر ثناالله عباسي په مشرتابه یې څېړنیزه کمېټه جوړه کړه. اوس دغې کمېټې ویلي، د پولیس افسر راو انوار له لوري پر نقیب مسید لګول شوي تورونه بې بنسټه دي.
بل لور ته د پاکستان سترې محکمې رییس د پېښې په تړاو له سند پولیسو غوښتي، چې یوه اوونۍ کې بشپړ معلومات ورکړي.
د نقیب مسید یوه خپلوان نور رحمان بي بي سي ته د ټیلیفون له لارې ویلي و:
''هغو پولیسو چې رسمي کالي یې نه و اغوستي، نقیب د سهراب ګوټ سیمې له شیراغا رستورانته د جنورۍ پر دویمه شپه له ځان سره بیولی و او موږ پرې څلور ورځې وروسته خبر شوو. ''
بل لور ته پولیس افسر راو انوار ادعا کړې، چې پولیسو د نقیب الله لټون کاوه، چې په وینا یې ''د نسیم الله په نامه یې پېژند پاڼه یا شناختي کارډ جوړ کړی و او له دیره اسماعیل خان سیمې کراچۍ ته د اوسېدو لپاره تللی و. ''
راو انوار وايي:
''د نسیم الله په نامه یې ولې شناختي کارډ جوړ کړی و او له هغو مجرمانو سره یې یو ځای څه کول، چې ورسره ووژل شو؟ ''
د نقیب الله خپلوان وايي، لومړی یې یوه کارخانه کې مزدوري کوله، وروسته یې غوښتل د ټوکرانو دکان وکړي، درې ماشومان یې درلودل، چې عمرونه یې د دوو او نهو کلونو تر منځ دي او دا مهال یې کورنۍ دیره اسماعیل خان کې ده.
'پولیسو سره ډزو کې' د نقیب الله مسېد وژل کېدو پېښې څېړنې امر
په کراچۍ کې د نقیب مسید وژنې پر خواله رسنیو غبرګونونه پارولي
د نقیب الله مسید له وژل کېدو وروسته د کراچۍ او پېښور په ګډون بېلا بېلو ښارونو کې مظاهرې شوې او مظاهره کوونکو ادعا کړې، چې پولیسو نوموړی بې محاکمې وژلی دی.
کراچۍ کې له دې مخکې هم د بې محاکمې وژنو شکایتونه شوي دي.
د پاکستان بشري حقونو کمېسیون رپوټ کې ویل شوي، چې پولیسو او نورو امنیتي ځواکونو تېر کال دغه ښار کې ۱۴۶ کسان وژلي دي، چې دوی نه د ۱۴۰ کسانو په تړاو ادعا شوې، چې مخامخ ډزو کې وژل شوي دي.