BBC
 شاته

افغانستان: د اقتصاد عالي شورا 'د کانونو سکتور لار نقشه' تایید کړه

د انځور حقوق AFP/GETTY IMAGES
Image caption وړمه ورځ ولسمشر غني د اقتصاد عالي شورا په غونډه کې'د کانونو سکتور لار نقشه' تایئد کړه.

د افغانستان د کانونو او پېټرولیم وزارت چارواکي وايي، د ولسمشر په مشرۍ د اقتصاد عالي شورا د کانونو سکتور په برخه کې هغه تګلاره تایئد کړې چې پر بنسټ به يې تر ډېره د کانونو د قاچاق او ناقانونه ایستنې یا استخراج مخه ونېول شي.

دوی وايي، 'د کانونو سکتور لار نقشه' به د دغه وزارت چارې منظمې او له فساده پاکې کړي.

'د کانونو سکتور لار نقشه' د هغې تګلارې نوم دی چې د افغانستان د کانونو او پېټرولیم وزارت وايي، تایئدېدل او پلي کېدل يې د کانونو او نورو منرالونو د ایستلو او مدیریت په برخه کې د دوی پر مخ لار پرانيزي.

بدخشان: "مالګې کان کې ماشینونه نه منو"

شګې چاڼوم ځان چلوم

د دغه وزارت ویاند قدیر مطفي وايي، په دې سکتور په تېره بیا د کانونو د ایستنې، قراردادونو او داوطلبۍ ته د پروژو د وړاندې کولو په برخه کې روڼتیا نه وه، خو د ښاغلي مطفي په وینا، دا تګلاره به د دوی چارې منظمې او په لومړيتوبونو وویشي او د فساد لمن به تر ډېره ورټوله کړي.

تېره ورځ ولسمشر غني د اقتصاد عالي شورا په غونډه کې'د کانونو سکتور لار نقشه' تایئد کړه.

د انځور حقوق AFP/GETTY IMAGES

ښاغلي غني وویل، د افغانستان په بېلا بېلو برخو کې ډول ډول زېرمې شته چې په اړه یې باید کافي معلومات تر لاسه شي.

د افغانستان د کانونو او پېټرولیم وزارت ویاند قدیر مطفي وايي، حکومت د کانونو او پېټرولیم برخې ته پاملرنه ډېره کړې او په سیاسي او اقتصادي پاليسۍ کې يې ځای ورکړی دی، خو په ورته وخت کې ښاغلی مطفي وايي، چې د افغانستان په یو شمېر هغو سيمو کې لا هم کانونه په غېر قانوني توګه کیندل او ایستل کېږي چې د دولت مخالفو وسله والو په واک کې دي.