BBC
 شاته

ایکسپرس ټرېبیون: د افغانستان سولې په اړه عربستان کې غونډه جوړېږي

ایکسپرس ټرېبیون:

Image copyright OIC

د پاکستان چاپ ایکسپرس ټرېبیون ورځپاڼه په یوه مطلب کې لیکي چې د اسلامي همکاریو سازمان (او آی سي) به د اکتوبر میاشتې په اتمه او لسمه په افغانستان کې د سولې او پخلاینې په اړه د دوه ورځنۍ غونډې کوربه وي.

ورځپاڼه لیکي، دا غونډه د سعودي عربستان په مکه او مدینه منوره کې جوړيږي.

ورځپاڼې، د افغانستان د اجراییه رییس عبدالله عبدالله هغه خبره هم راخیستي چې وايي دا غونډه د علماوو لپاره یو ښه فرصت دی چې په افغانستان کې د غیر اسلامي جګړې په اړه د اسلام په رڼا کې بحث وکړي.

ورځپاڼه لیکي؛ طالبانو دغه غونډه رد کړې او له علماوو یې غوښتي چې په دې غونډه کې چې دوی یو استخباراتي حرکت بللی ګډون ونه کړي، خو د پاکستان د علماو شورا وار دمخه ویلي چې په افغانستان او نړۍ کې به د سولې په خاطر خپل استازي دې غونډې ته واستوي.

د ورځپاڼې د لیکنې له مخې، د اسلامي همکاریو د سازمان مشر جنرال عیاد مدني د یکشنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان له اجراییه رییس عبدالله عبدالله او بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني سره ولیدل او د غونډې په اړه یې ورته وویل.

په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د رژیم له نسکوریدو وروسته دا لومړی ځل دی چې دغه سازمان د افغانستان د سولې په بهیر کې دغسې رول لوبوي.

واشنګټن پوسټ:

Image copyright .

امریکا چاپ واشنګټن پوسټ ورځپاڼه په یوه مطلب کې لیکي، طالبان په کندوز کې خپلو بریدونو ته دوام ورکوي، لارې یې بندې کړې او د رپوټونو له مخې، دې ډلې هغه پل الوزولی چې افغانستان له تاجیکستان سره نښلوي.

د ورځپاڼې د لیکنې له مخې، له دې سره دا اندېښنې ډېرې شوې چې ښايي کندوز یو ځل بیا د تېر په شان د طالبانو لاسونو ته ورشي.

ورځپاڼه لیکي؛ په داسې حال کې چې طالبانو په کندوز کې د ځینو سیمو کنټرول خپل کړی د افغانستان دولتي چارواکي وايي، دوی به پرېنږدي طالبان بیا کندوز لاندې کړي.

واشنګټن پوسټ په کابل کې د امریکايي ځواکونو د یوه ویاند هغه خبره هم راخیستې چې وايي، دوی باوري دي چې کندوز به بیا سقوط ونه کړي او ډاډ یې ورکړی چې د افغانستان له امنیتي ځواکونو سره به مرسته وکړي.

ورځپاڼه د چارلیس کلیفلینډ له قوله وايي، طالبان اوس هم یو ګواښ دی خو وبه نه توانيږي چې د کندوز د نیولو هدف ته ورسېږي.

ورځپاڼه لیکي، که څه هم دغه ویاند ونه ویل چې امریکايي ځواکونه په کندوز کې څه ډول رول لوبوي خو ویې ویل، اې – ۲۹ ډوله الوتکې چې سپک بریدونه کولای شي کندوز ته استول شوې دي.

ګارډین:

Image copyright PA

بریتانیا کې چاپیدونکې ګارډین ورځپاڼې په دې هېواد کې د ښځو او نارینه وو د تنخواګانو ترمنځ د توپیر په اړه په یوه مطلب کې لیکلي، اوس هم ښځې له نارینه وو نه ۱۸ سلنه کمې تنخواګانې اخلي.

ورځپاڼه لیکي، هغه میندې چې ماشومان زیږوي د تنخواګانو له لوړیدو او ترفیع نه پاتې کېږي.

د ګارډین په وینا، دا د بریتانیا لومړۍ وزیرې تېرزا می ته یوه ننګونه ده چې دغه توپیر له مینځه یوسي.

ډان:

Image copyright Getty

"د نړۍ تر ټولو لوی سرپټی پارک په دوبۍ کې پرانستل کېږي" تر عنوان لاندې د پاکستان ډان ورځپاڼه په یوه مطلب کې لیکي، د دې پارک له پرانستل کېدو سره به یو شمېر هغه دوبۍ میشتي خلک چې سخت اوړي کې نورو هېوادونو ته د تفریح لپاره ځي، بهر ته له تګه راوګرځي.

ورځپاڼه لیکي؛ د دوبۍ د مصنوعي شنو ځایونو شاته په یوه شګلنه سیمه کې دغه پارک پر ۱۴۰ زره متر مربع ځمکه جوړ شوی چې د ساتېرۍ او تفریح لپاره ډېر څه لري او د فلمي اتلانو، کارتوني کرکترونو او ډېناسور په څیر ځینو ځناورو په منصوعي مجسمو سینګار شوی دی.

د پارک مسوولین وايي، یو ملیارد ډالر یې پرې لګولي او د همدې میاشتې (اګست) په ۳۱مه به پرانستل شي.

هندوستان ټایمز:

هندوستان ټایمز ورځپاڼه په یوه مطلب کې لیکي، نیپال کې د ملکې د مور رتنا راجایا لکشمي شاه د کور برېښنا پرې شوې ده. هغې د برېښنا لګښت پیسې نه دي ورکړي چې اوسمهال ټول ټال ۳،۷ میلیونه روپۍ پوروړې ده.

دغه ۸۸ کلنه ښځه د شاهي کورنۍ یوازینۍ غړې ده چې په کتمندو کې د مهیندرا منجل نومې ودانۍ کې اوسېږي.

ورځپاڼه د چارواکو له خولې لیکي، د ملکې مور له ۲۰۰۸ کال راهیسې د برېښنا پیسې نه دي ورکړي.

په همدې کال د شاهي کورنۍ نور غړي له دې ودانۍ نه کډه شول خو رتنا په کې اوسیدو ته دوام ورکړ.

پخواني پاچا او د "رتنا راجایا لکشمي شاه" خاوند مهیندرا دا کور هغې ته پنځوس کاله وړاندې ډالی کړی و.