BBC
 شاته

د مکسیکو ولسمشر تیزس کې په 'ادبي غلا' تورن شوی

Image copyright AP
Image caption راپور وايي، د نییتو په تیزس کې له ۶۸۲ پاراګرافونو ۱۹۷ یې د نورو لیکوالو خبرې دي، چې له مکسیکويي تاریخپوه انریکیه کروزي پیل او د نوې مکسیکو پوهنتون پر اکاډیمیکې غړې لینډا هال پای ته رسېږي.

په مکسیکو کې خبریالانو ولسمشر انریک پینا نییتو د پوهنتون له قانون پوهنځي نه فارغېدو کې د خپل تیزس په (ادبي غلا) تورن کړی. نوموړي اخځلیکونه نه دي راوړي.

په یوه سیمه ییزه وېډیو کې په ډاګه شوې ده، چې په ۱۹۹۱ کال نوموړي حقوقو کې د لیسانس خپل تیزس ۲۹ سلنه برخه کې د نورو لیکوالو خبرې راخیستې، خو د لیکوالو نومونه او کتابونه یې نه دي یاد کړي.

یوه حکومتي ویاند ویلي ولسمشر هغه مهال "په اسلوب کې تېروتنه" کړې ده، ځینې اخځلیکونه یې نه دي یاد کړي، خو وايي چې هغه ادبي غلا نه ده کړې.

نییتو په مکسیکو کې د "لاتینې امریکا ولسونو" له خصوصي پوهنتون فارغ شوی.

راپور وايي، د نییتو په تیزس کې له ۶۸۲ پاراګرافونو ۱۹۷ یې د نورو لیکوالو خبرې دي، چې له مکسیکويي تاریخپوه انریکیه کروزي پیل او د نوې مکسیکو پوهنتون پر اکاډیمیکې غړې لینډا هال پای ته رسېږي.

د ادبي غلا مشهورې پېښې

  • میلانیا ټرمپ: هغه مهال له رسوایۍ سره مخامخ شوه، چې د خپل مېړه ډونالډ ټرمپ په ملاتړ یې د جمهوریپال ګوند په یوه غونډه کې د وینا پرمهال خبرې کولې او خبرې یې د میشل اوباما له خبرو سره ډېر ورته والی درلود.
  • د امریکا مرستیال ولسمشر جو بایډن: نوموړی په یوه قانوني مقاله کې په ادبي غلا تورن شو، داسې چې په وینا کې یې د بریتانیايي سیاستوال نیل کینوک یوه کرښه خبرې راخیستې وې
  • د جرمني د دفاع وزیر، کارتل تیودرو زوو ګوتینبرګ: کله چې په ادبي غلا تورن شو، د ډوکټورا علمي رتبه ترې واخیستل شوه او له خپلې دندې استعفا ته اړایستل شو
  • د سعودي د رسنیو او کلتور وزیر عادل الطریفي: د احمد شوقي د ځینو بیتونو له کارولو وروسته پرې سختې نیوکې وشوې، د (سوق عکاظ) فعالیتونو لسم پړاو کې یې دا بیتونه د ځان بللي وو

د ولسمشرۍ ویاند وايي، دی حیران په دې دی چې څرنګه ځینې اسلوبي تېروتنې، چې لیکوالو ته نه دي منسوبې شوې، ددې لامل شوې چې خبریالان پرې ټوله نړۍ خبره کړي.

د مکسیکو ولسمشر ویلي، د وکیل په توګه د فراغت لپاره یې (د لاتینې امریکا د ولسونو) پوهنتون ټول شرطونه پوره کړي دي.

د ۲۰۱۴ کال نومبر کې پر یوې وېبپاڼې داسې معلومات هم خپاره شول، چې ګني د مکسیکو د ولسمشر مېرمنې له یوه حکومتي قراردادي سره په یوه معامله کې یو کور په ۷ میلیون ډالرو پېرلی دی.

د مکسیکو ولسمشر د کور له رانیولو دوه میاشتې وړاندې بخښنه غوښتې او دا یې پر ولسمشر د ولس د باور کمولو یو ګام بللی و.