باراني شېبو کې د ریو ۲۰۱۶ اولمپیک د پای مراسم ترسره شول
د ریو ۲۰۱۶ کال د اولمپیک د پای ته رسېدو مراسم د شړقنده باران په ورېدو ترسره شول. مراسم د زرګونو لوبغاړو، سلګونو نڅاګرو او د لسګونو سندرغاړو په نندارو او ولولو پای ته ورسېدل.
برازیل د اولمپیک د مراسمو په وروستنیو نندارو کې هم خپل تاریخي ویاړونه او لاس ته راوړنې د لوبغالي په لوی انګړ کې له زړه راښکونکو نندارو سره نړۍ ته وښودې.
+ د ریو اولمپیک ځانګړې پاڼهد برازیل ملي سرود د یوشمېر ماشومانو له خوا وویل شو، چې پر بدن یې سپین ګروپونه لګېدلي وو.
له معمول سره سم، په پای کې یوځل بیا اولمپیک کې د ګډونوالو هېوادونو بیرغونه، د سمبا موسیقۍ په بدرګه د لوبغالي په منځ کې ولېږدول شول چې د افغانستان بیرغ په لومړي سرکې تر سترګو کېده.
باران لا هم ورېده چې د لوبغالي په منځ کې نندارې بدلېدې رابدلېدې. لږ وروسته باد هم له باران سره مل شو.
د هرو اولمپیکي مراسمو په پای کې باید څلور کاله وروسته د راتلونکو اولمپیک لوبو د ترسره کوونکي هېواد چارواکي مسؤولیت پرغاړه واخلي.
د مراسمو په پای کې د یونان بیرغ چې د اولمپیک لوبې پکې زېږېدلي پورته شو، د اولمپیک او د برازیل بیرقونه هوا ته پورته شول، ټول انګړ د جاپان سپین بیرغ شو او د جاپان ملي سرود په لوبغالي کې انګازې واچولې.
وروسته د مشهور ویډیو لوبې ماریو په نندارې د جاپان لومړی وزیر وښودل شو چې ګواکې له جاپانه هماغه شېبه د ټکنالوژۍ په مټ لوبغالي ته راځي.
د ریو ۲۰۱۶ اولمپیک او پارالمپیک د ترسره کولو د کمېټې مشر کارلوس ارتر نوزمان د ریو اولمپیک له شانداره او ښه ترسره کېدو ستاینه وکړه او ویې ویل چې ټول برازیلیان د اولمپیک اتلان او دی پر دوی او پر خپل ښار ویاړي.
په همدې ډول برازیل د اولمپیک ټغر د ریو له ښاره ټول کړ او اوس د چاپان وار دی چې په ۲۰۲۰ زېږدیز کال کې خپلې دروازې د نړۍ ورزشکارانو ته پرانیزي او د توکیو ښار کې یې مېلمه پالنه وکړي.