BBC
 شاته

"پاکستان له ژمنو سره سره د طالبانو پرضد ډېر څه ونه کړل"

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په مختلفو ښوونځیو کې د وژل شویو زدکوونکو په یاد شمعې بلې شوې.

په پېښور کې پر پوځي ښوونځي له خونړي برید درې کاله وروسته څه بدلون راغلی؟ دا په لندن کې د چاپیدونکې اینډيپېنډېنټ ورځپاڼې د یوه مطلب سرلیک دی او لیکي درې کاله مخکې د ډیسمبر په ۱۶مه طالبانو پر پوځي ښوونځي په برید کې د ۱۳۲ ماشومانو په ګډون ۱۴۱ کسان ووژل. چې دا د پاکستان لپاره یوه ایښوونکې پېښه وه چې د طالبانو له خوا شته خطر له مینځه یوسي.

ورځپاڼه لیکي په دغه وخت کې د پاکستان پوځ توانیدلی و چې طالبان کمزوري کړي او ګومان کېږي چې دغه برید هم طالبانو د غچ اخیستو لپاره وکړ.

ورځپاڼه زیاتوي که څه هم له دې برید وروسته حکومت د اعدام جزا بیا پیل کړه او پر ۲۰۱۵ کال په دې برید کې د لاس لرولو له امله یې څلور کسان ادعام هم کړل، خو د طالبانو پرضد هغومره څه نه دي شوي چې له دې برید وروسته یې ژمنې شوې وې.

پاکستان ټوډې:

د افغانستان او پاکستان د پارلمان غړو د پیاوړو اړیکو په هکله خبرې سره وکړې.

دا د پاکستان ټوډې ورځپاڼې د یوه مطلب سرلیک دی او لیکي پاکستاني وکیلانو د افغانستان د ولسي جرګي پر مشر عبدالرؤف ابراهیمي غږ وکړ چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اړیکو په هکله بحث وکړي.

ورځپاڼه د پاکستانۍ وکیلې شازیه مري له قوله لیکي چې پاکستان له پخواني شوروي اتحاد سره د جهاد په کلونو کې له افغانانو سره مرسته وکړه خو افغانان وايي چې پاکستان له افغانستان سره ریښتني همکاري نه کوي.

اغلې مري ویلي د یوه باثباته او بریالي پاکستان لپاره غواړي چې باثباته او بریالی افغانستان وویني.

پاکستان ټوډې د ښاغلي ابراهیمي له قوله هم لیکي چې افغانستان په سیمه کې د ترهګرۍ ښکار شوی هېواد دی او پاکستان له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې ریښتنې همکاري نه کوي.

ښاغلي ابراهیمي ویلي پاکستان هغسې چې اړتیا وه د مجاهدینو له بري وروسته همکاري ونه کړه.

واشنګټن پوسټ:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption شمالي کوریا د توغندويي ازموینو له امله له سختو بندیزونو سره مخ ده.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په شمالي کوریا کې د خیریه ادارو د چارو په اړه په یوه مطلب کې لیکلي چې پر دغه هېواد د اتومي ازموینو له امله بندیزونو د خیریه ادارو چارې ټکنۍ کړې چې له دې سره د دغه هېواد پر خلکو فشار ډېر شوی دی.

واشنګټن پوسټ د خیریه ادارو د چارواکو له قوله لیکلي چې د بندیزونو له امله صحي او د خوړو مرستې ستونزمنې شوې چې پر خلکو اغیز لري.

د ورځپاڼې د لیکنې له مخې په شمالي کوریا کې ۷۰ سلنه وګړي د لوږې له خطر سره مخ دي او په هرو څلورو ماشومانو کې یو یې د خوار ځواکۍ له خطر سره چې دا حالت به د نورو بندیزونو له لګولو سره لاپسې خراب شي.