د امریکا د غندلو لپاره ملګرو ملتونو ته وړاندیزي پرېکړه لیک سپارل
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د مصر هغه وړاندیزي پرېکړه لیک ارزوي چې د امریکا له خوا د اسراییل د پلازمېنې په توګه د بیت المقدس پېژندل پکې غندل شوي دي.
په دې متن کې چې د شنبې په ورځ مصر د امنیت شورا ۱۵ غړو ته وسپاره د بیت المقدس د وضعیت د بدلولو لپاره هر ډول هڅه بې قانونه بلل شوې ده.
دا پرېکړه لیک د امریکا د ولسمشر د پرېکړې په غبرګون کې دی.
ډونلد ټرمپ د کانګرېس د پخوانۍ مصوبې په لاسلیکولو سره بیت المقدس د اسراییل د پلازمېنې په توګه وپېژاند.
هغه دا امر هم وکړ چې ژر تر ژر د متحده ایالتونو سفارت له تل ابیب څخه بیت المقدس ته ولېږدول شي.
* 'بیت المقدس به عربي او اسلامي پاتې وي'
* بیت المقدس: د اوو زرو کلونو خونړی تاریخ
د شنبې په ورځ( د ډیسمبر ۱۶) مصر د امریکا په ګډون د امنیت شورا ۱۵ غړو ته د پرېکړه لیک متن وسپاره.
ښايي د دوشنبې په ورځ د دې شورا په غونډه کې د دې پرېکړه لیک د تصویب لپاره رایه واچول شي.
دا رایه به په ډېر باور د امریکا له ویټو سره مخ شي، خو که د امنیت شورا څلور نور دایمي غړي-برتانیا، فرانسه، روسیه او چین- یې مخالفت ونه کړي او د پړاوویزو غړو ملاتړ خپل کړي، په نړیواله ټولنه کې د امریکا د ګوښه کېدو سبب کېدلی شي.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیره نیکې هیلې د بیت المقدس په تړاو د ډونلډ ټرمپ د پرېکړې دفاع کړې او عادلانه او سمه یې بللې ده.
هغې خبرداری ور کړی چې هېواد به یې د هر هغه څه په مقابل کې چې د دې په اند "د اسراییل په وړاندې د ملګرو ملتونو ظالمانه دریځ دی" چوپ نشي.
د فرانسې خبري اژانس وايي، د دې پرېکړه لیک متن یې ترلاسه کړی، چې پکې راغلي د بیت المقدس وضعیت باید د اسراییل او فلسطنیانو ترمنځ خبرو کې وټاکل شي.
په دې وړاندیزي متن کې د ډونلډ ټرمپ له نوم یادولو پرته پر هغه پرېکړه خواشیني ښودل شوې چې پکې بیت المقدس د اسراییل د پلازمېنې په توګه په رسمیت وپېژندل شو.
په متن کې له ټولو هېوادونو غوښتل شوي چې بیت المقدس ته د خپلو پلازمېنو له لېږدولو ډډه وکړي.
رپوټونه وايي، که امریکا دا پرېکړه لیک ویټو کړي، نو په ملګرو ملتونو کې د فلسطین د کورواکه ادارې دفتر به هڅه وکړي چې عمومي جرګه ګۍ ته یې په لېږدولو او تصویبولو سره د امریکا په مقابل کې ودرېږي.