BBC
 شاته

جورج کلوني ولې خپلو ملګرو ته یو یو میلیون ډالر ورکړل؟

جورج کلونی د انځور حقوق Getty Images

له جورج کلوني سره ملګرتیا له خوښیو ډکه ده؛ په ځانګړې توګه اوس چې ښکاره شوې هغه خپل هر یوه ملګري ته د مننې په پار یو میلیون ډالر ورکوي.

"رانده ګیربر"، کلونه کېږي چې د جورج نژدې ملګری دی، هغه د "هېډلاینر" په مستندې خپرونه کې د ایم ایس این بي سي ټلویزون ته وویل، جورج دغه پیسې په ۲۰۱۳ کال کې خپلو ملګرو په ناڅاپي توګه ډالۍ کړي.

کلوني د بچیانو انځورونو له کبله مجله محکمې ته کشوي

بټمن هم ومړ

د جارج کلوني او امل علم الدین واده

د انځور حقوق Getty Images
Image caption رانده له مشهورې ماډلې سینډي کرافورډ سره واده کړی

هغه د وتلي فلمي ستوري خبرې داسې په ډاګه کړې: "اوس زما لپاره دا ډېره مهمه ده چې ټول سره یوځای یو او زه کولی شم ستاسې ښېګڼې چې له ما سره مو کړي جبران کړم".

د انځور حقوق Getty Images
Image caption جورج کلوني په ۲۰۱۴ کال د بشري حقونو له فعالې او وکیلې امل علم الدین سره واده وکړ

مشهور سوداګر او کومیډین رانده په دې مرکه کې وايي: "یوه ډله یو چې په ځان مو نوم "د هلکانو ډله" اېښی جورج ما او هلکانو ته وویل، د ۲۰۱۳ کال د سپتمبر ۲۷ ماښام کې زما کور ته راشئ".

رانده زیاتوي، کله چې د جورج کور ته لاړو د هره یوه پر مېز یو یو پاکټ اېښودل شوی و:

"جورج موږ ته وویل واورئ، غواړم ټول پوه شئ چې ماته ډېر ارزښت لرئ او زما ژوند کې ډېر مهم یاستئ. زه چې لاس انجلیس ته درغلی وم، ستاسې کور کې وم او په ژوند کې ډېر نېکمرغه وم، له تاسو پرته ما ته تر دې ځایه رسېدل ممکن نه وو ".

د انځور حقوق Getty Images
Image caption جورج کلوني په ۱۹۹۴ کال په "اورژانس خونه" سریال کې کې لوبېدو وروسته مشهور شو

رانده وایي: "چې پاکټونه مو وکتل په هر یوه کې یو میلیون ډالر نغدې پیسې وې.

موږ ۱۴ کسه وو هغه موږ ته یو یو میلیون ډالر راکړل موږ ټولو ټکان خوړلی و".

د انځور حقوق Getty Images
Image caption جورج کلوني د "سابربیکن" فلم له لوبغاړو مت دیمون او جولیان مور سره

د رانده په وینا، جورج کلوني هغوی ته دا هم ویلي وه چې د هغوی د یوه کال مالیات یې هم ورکړي.

"سنډي ټایمز مجلې" د ۲۰۱۵ کال د شتمنو کسانو په نوملړ کې د جورج کلوني او د مېرمنې شتمني یې د ۱۶۴ میلیون او پینځه سوه زره میلیون ډالر په شاوخوا کې ښودلې وه.

ښایي د هغوی شتمني تر نن پورې لا ډېره شوي وي.

د روان ۲۰۱۷ کال په اوږدو کې جورج کلوني د خپل"کازامیګو" شرکت امتیاز چې له خپل ملګري رانده سره یې یو ځای بنسټ اېښی و، د ۷۵۰ میلیون ډالرو په ارزښت وپلوره.