BBC
 شاته

بیټکواین څه شی دی؟

اوسمهال هره ورځ تقریبا ۳۶۰۰ نوې بیټکواین جوړېږي د انځور حقوق Getty Images
Image caption اوسمهال هره ورځ تقریبا ۳۶۰۰ نوې بیټکواین جوړېږي

د بیټکواین یا ډیجیټل پیسې نوم ګرده نړۍ کې د خلکو په ژبه څرخي. دا پیسې د ۲۰۱۷ کال پیل کې یوه یې له زرو ډالرو سره تبادله کېدله، خو په ډسمبر میاشت کې د یو بیټکواین بیه ۱۷۰۰۰ ډالرو ته ورسېدله.

بیټکواین څه شی دی او ولې یې دومره ژر بیه جګه شوه؟

بیټکواین په ۲۰۰۹ کال کې د ساتوشي ناکاموتو لخوا جوړه شوه. کارپوهان په دې اند دي چې دا هسې یو خیالي نوم دی، کېدای شي دا یو کس یا یوه ډله وي، ښکاره ده چې ساتوشي د جاپان اوسېدونکی دی، خو د دغه کس یا کسانو اصلي هویت لا تر اوسه څرګند نه دی.

بیټکواین د نورو اسعارو په څېر نه ده، دا ډیجیټل ده، یعنی په مجازي نړۍ کې شته، کاغذي وجود نه لري. دولتونه یې چاپولی نه شي او بانکونه یې د پېسو په څېر ساتلی نه شي.

د اخیستو او پېرودو لپاره یې په جېب کې نه شئ ساتلی، بلکې انلاین یې باید وساتئ. که څه هم د پېسو ځینې اتومات ماشیونونه ځینې وخت بیټکواین درکوي، خو بیا هم هغوی یوازې وسپنیزې سکو ته ورته دي، چې په حقیقت کې باید د انټرنیټ له لارې وکارول شي.

دا په دې معنی هم ده، چې قانوني ارزښت یې لا تر اوسه هم ناڅرګند دی، د کمبریج پوهنتون پروفیسور ډاکټر ګریک هیلمن وایي (په بیټکواین خپله مالیه یا پور نه شئ پرې کولئ.)

بیټکواین د یوې اوږدې او جنجالي پروسې له لارې چې 'کیندل ' ورته وایي جوړېږي او بیا د نړۍ ګرد چاپېره د کمپیوټر او انټرنیټ له لارې څارل کېږي.

اوسمهال هره ورځ تقریبا ۳۶۰۰ نوې بیټکواین جوړېږي، چې په ټوله نړۍ کې یې ټولټال شمېره ۱۶،۵ میلیونو ته رسېږي.

د دې ارزښت هم د نورو اسعارو په څېر دی، څومره یې چې ډېر خلک پېري او پلوري ارزښت یې زیاتېږي او بیه یې لوړېږي.

ولې یې بیه دومره لوړه شوه؟

هېڅوک نه پوهېږي ولې د بیټکواین بیه دومره جګه شوه.

ډېر خلک فکر کوي دا له اقتصادي پلوه یو اقتصادي پوکاڼه ده 'کله چې پانګوال غواړي په یوه شي کې د دې لپاره چې له ګټې پاتې نه شي پانګونه کوي، خو د هغه شي ارزښت له کچې زیات شي، دا اقتصادي حالت له پړسېدو وروسته چوي او بحران رامنځ ته کړي. '

دغه حالت ته په اقتصادي تیورۍ کې د 'بې عقلو تیوري ' وایي، کله چې خلک په یوه شي له ارزښت زیاته پانګونه وکړي او په دې ګومان وي چې نور خلک به پرې لا زیاتې پیسې ورکړي. د بیې لوړېدو سره یې سمدستي هوښیاران خرڅ کړي او د پاتې خلکو د شتو ارزښت له هېڅ سره برابر شي.

د انځور حقوق PA
Image caption بیټ کواین پر انلاین یا د ځانګړو ماشینونو له لارې پلورل کېږی

ډېری اقتصاد پوهان په دې اند دي چې د بیټکواین د بیې جګېدو لوی لامل اټکل هم دی. دوی وایي بیې یې د خلکو د اټکل سره په جګېدو شوې، چې په اقتصاد کې دا پخپله یوه خطرناکه پدیده ده.

ډاکټر هیلمن وایي 'د سږ کال اپریل کې د ډیجیټل پیسو کاروونکو شمېر په نړۍ کې یوازې ۳-۶ میلیونو کسانو تر منځ و. '

خو دی زیاتوي چې اوس له ۱۰ تر ۲۰ میلیونو کسان دا پیسې کاروي او د کاروونکو شمېر یې ورځ تر بلې زیاتېږي.

خلک بیټکواین څنګه اخلي؟

بیټکواین یوازینۍ ډیجیټل پیسې نه دي، په نړۍ کې اوسمهال په زرګونو بېلابېل ډوله ډیجیټل پیسې شته، خو بیټکواین یې تر ټولو ډېر پېژندل شوې هغه دي.

که یو څوک وغواړي بیټکواین تر لاسه کړي، باید د بیټکواین ادرس ولري چې د ۲۷ تر ۳۴ شمېرې اوږد وي.

دغه اوږده شمېره د پوست یا ادرس په څېر کارول کېږي او بیا له یوې ډیجیټلي کڅوړې بیټکواین ورته را استول کېدی شي.

دغه اوږدې شمېرې حتمي نه دي چې د یوه کس په نامه او ادرس پورې تړلې وي، ځکه خو ډېری کسان چې بیټکواین اخلي په پټ نامه یې اخلي او پېژندګلوي یې پټه وي.

د بیټکواین د اخیستو لپاره د اوږدې شمېرې تر څنګ چې د ادرس کار ورکوي تاسو باید د ډیجیټل پیسو بکس ولرئ، دغه بکس ته ننوتل او ساتل داسې دي لکه ستاسو د بانک ادرس.

په پیل کې ټاکل شوې وه چې یوازې ۲۱ میلیونه بیټکواین جوړېدای شي، او ګومان دا و چې د دې شمېرې پوره کېدل به اوږده موده ونیسي، خو اوس داسې ښکاري چې ډېر ژر به دا شمېره پوره شي.

د دې شمېرې له پوره کېدو وروسته څه پېښېږي، ډېر خلک نه پوهېږي، خو بیا به د بیټکواین له لارې راکړه ورکړه عادي وګرځي.

په بیټکواین څه پېرلی شو؟

د بیټکواین د کارولو لپاره د نوم پټ ساتل، د دې لامل شوی چې خلک یې په انټرنیټ د ناقانونه پېر او پلور لپاره وکاروي.

خو یو شمېر محدود پېژندل شوي سوداګریز بنسټونه اوس خپلو پېردونکو ته اجازه ورکوي چې د بیټکواین له لارې شیان او خدمات وپېري.

د مایکروسافټ کمپني، د سیلانیانو تر منځ مشهور ایکسپیډیا او ځینې نور لکه د جاپاني سوشي خوړو یو رسټورانټ او د لندن د تابلو یو پلورنځی ځینې بېلګې دي چې تاسې بیټکواین پکې کارولی شئ.

دا د منل شویو اسعارو او پیسو په څېر نه دي، لکه امریکایي ډالر چې تاسو یې د نړۍ په هر کنج کې کارولی شئ، هوټل ته پیسې ورکولی شئ، ډوډۍ پرې اخیستلی شئ.

خو د بیټکواین لرونکي دا د پېرلو لپاره نه کاروي.

د ډاکټر هیلمن په وینا د ۸۰ او ۹۰ سلنې تر منځ خلک بیټکواین د پانګونې په موخه اخلي.

د بیټکواین قانوني ستونزه

بیټکواین هر څوک په انټرنیټ پېرلی شي. د مالي چارو کارپوهان وایي دا یو ډول بې قانونۍ ته لار خلاصوي.

د بیټکواین په هکله دوهمه اندېښنه د دې د بیې بې ساري پورته او ښکته کېدل دي.

دې په یوه ورځ له ۲۰۰۰ ډالرو زیات ارزښت له لاسه ورکړی او بېرته یې ترلاسه کړی، دا په وړو تبادلو کې هغومره د پام وړ نه ده، خو په لویه کچه بیا لوی اغیز درلودلی شي.

د چین او جنوبي کوریا هېوادونه له بیټکواین څخه ځانګړې ویره لري. دوی د ډیجیټل پیسو په تبادله بندیز لګولی، او هر هغه انټرنیټي کمپنۍ چې د دې د تبادلې ضمینه برابروي دوی یې بندوي.

ډېری کارپوهان وایي، د دې لپاره چې بیټکواین په انټرنیټ کنټرولېږي، د دې د هک کولو او سیسټم ته ورننوتلو کار هم شونی دی، چې دا پخپل ځای یوه اندېښنه ده.

د بیټکواین راتلونکې

د ایکونومیست مجلې یوې مقالې د بیټکواین په هکله لیکلي 'د بیټکواین د پېرلو لپاره ښه لاملونه شته، خو تر ټولو مهم هغه یې دا دی چې بیه یې په لوړېدو ده. '

که څه هم بیټکواین خپله بیه د یوې میاشتې په اوږدو کې دوه برابره زیاته کړې، خو ډېر کارپوهان په دې اند دي چې دا پخپله یو غیرعادي او اندېښمنونکی حالت رامنځ ته کوي.

ډاکټر هیلمن وایي ښایي په نږدې راتلونکې کې د بیټکواین اسمانڅکه بیه له خاورو سره برابره شي، یعنی په بشپړه توګه خپل ارزښت له لاسه ورکړي.

دی هغو ته چې بیټکواین لري همدا سلا ورکوي چې بازار او نرخ ته پاملرنه وکړي او که په دې پوهېږي چې بیه یې بې سارې په راکوزېدو ده، نو ژر تر ژره یې وپلوري، که څه هم دا د اقتصادي ناورین د رامنځ ته کولو یوه برخه ګرځي خو د دې لپاره چې پانګه مو له هیڅ سره برابره شي، دا به غوره وي چې په وخت یې وپلورئ.

خو ځینې بیا وایي چې که کوم هېواد دا د خپلې لومړۍ یا دوهمې رسمي کرنسۍ یا پیسو په توګه وپېژني دا به د بیټکواین ارزښت لا زیات کړي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption ډاکټر هیلمن وایي ښایي په نږدې راتلونکې کې د بیټکواین اسمانڅکه بیه له خاورو سره برابره شي

د دغو هېوادونو په سر کې د جاپان او وینزویلا نوم اخیستل کېږي. ځینې اقتصادي کارپوهان دا وایي چې د راتلونکو اولمپیک لوبو لپاره چې په ۲۰۲۰ کې په توکیو کې کېږي دا پیسې رسمي کړي، نو د نړۍ او جاپان اقتصاد به لا ورسره وغوړېږي.

د ځینو مهمو سرچینو انګېرنه او وړاندوېینه دا ده چې د بیټکواین بیه به لا زیاته شي، یو بیټکواین به له ۵۰۰۰۰ ډالرو او حتی ۱ لکو ډالرو ته ورسېږي.

د اقتصادي چارو کارپوهانو دغه ډول انګېرنې او اټکلونه تل کوي، خو چې کوم یې رښتیا کېږي، دې ته به وخت ښه ځواب وایي.