ټرمپ او پوټین د شمالي کوریا پر کړکېچ ټیلیفوني خبرې کړي
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د شمالي کوریا پر وضعیت له خپل روسي سیال ولادیمير پوتین سره ټیلیفوني خبرې اترې کړې دي.
د کرملین ماڼۍ خبرپاڼې له مخې، دواړو مشرانو په کوریا ټاپووزمه کې د اټومي کړکېچ پر هواري او د څو نورو کړکېچنو سیمو پر وضعیت له یو بل سره غږېدلي دي.
سپینې ماڼۍ هم په خبر پاڼه کې ویلي، دواړو خواوو د شمالي کوریا د "خطرناک وضعیت" د پای ته رسولو لپاره پر همکارۍ ټینګار کړی دی.
په خبر پاڼه کې دا خبره هم شوې چې ولسمشر ټرمپ ښاغلی پوتین له دې وستایه چې د امریکا اقتصادي کړنلاره یې ستایلې وه.
ښاغلي پوتین د پنجشنبې په ورځ په مسکو کې د کلني خبري کنفرانس په ترڅ کې د ښاغلي ټرمپ اقتصادي لاسته راوړنې وستایلې.
نوموړي وویل، موږ د لاسته راوړنو شاهدان یو، د بازارونو ودې ته وګورئ، دا "د پانګونې په برخه کې" د ډونلډ ټرمپ پر کړنلاره د پانګه والو د باور ښکارندويي کوي.
ولادیمیر پوتین پخپلو خبرو کې د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د روسیې لاسوهنه یو ځل بیا رد کړې ده.
* روسیه، ایران او ترکیه د سوریې د سولې کنګره جوړوي
* پوتین: د ټرمپ مخالفان'له روسیې سره د اړیکو خیالي کیسو' سره امریکا ته زیان اړوي