BBC
 شاته

دسترګو الوتونکي روغتون چې د اړو کسانو درملنې لاسنيوی کوي

د اوربېس د سترګو يو داسې روغتون چې الوځي، خو له هرې هغې الوتکې سره توپير لري، چې ښايي هوايي ډګرونو کې مو ليدلې او يا مو په کې سفر کړی وي.

همدا الوتکه د نړۍ لروبر ډېرو هغو پرمختيايي او وروسته پاتې هېوادونو ته سفر کوي، چې د سترګو مسلکي روغتونونه، بنسټونه يا یې وسايل نه شته، يا په کې ډېر کم دي. داسې حال کې چې کارپوهان اټکل کوي، د ۲۰۵۰ کال په راتلو په نړيواله کچه ړندوالی ښايي درې برابره زيات شي.