BBC
 شاته

۷ کلنې نجلۍ نوي ډیلي کې پارک له غاصبینو وژغوره

پارک د انځور حقوق Getty Images
Image caption په ډيلي کې شاوخوا ۱۴ زره پارکونه دي

د هندوستان پلازمېنې نوي ډيلي کې د پارک د خوندي کولو لپاره یوې اوه کلنې نجلۍ محکمه وګټله.

د نوي ډیلي ځايي چارواکو غوښتل د ډيلي روهین سیمې پارک کې یوه ودانۍ جوړه کړي، نويا سینګ د چارواکو د دغې پرېکړې په اړه محکمې کې عریضه وکړه او د دې تر څنګ لومړي وزیر نریندرا مودي ته یې یو لیک ولېږه.

د نوموړې د دغه کار له امله ځايي چارواکو د تېرې جمعې پر ورځ محکمې ته وویل، دوی به د نوي ډيلي روهین سیمې پارک کې ودانۍ نه جوړوي.

نويا سنګ بي بي سي ته وویل، د محکمې له دغې پرېکړې ډېره خوشحاله ده.

هندي پولیس د هغې نجلۍ مور او پلار لټوي، چې بیزوګانو سره اوسېده

هند کې یوه نجلۍ له ډېرو روژو نیولو وروسته مړه شوې

۷ کلنه نویا وايي، د ډيلي د روهین سیمې پارک د دې د خوښې ځای دی، نوموړې وایې سهاراو ماښام دغه پارک ته راځي، خو ځایي خلک بیا وایي د دغه پارک ځمکه ځينو کسانو په غیر قانوني توګه ولکه کړې وه.

نويا سنګ په تېره جون میاشت کې د چارواکو د پلان پر ضد په محکمه کې عریضه کړې وه او پایله یې ۶ میاشتې وروسته په ډاګه شوه.

په ډيلي کې شاوخوا ۱۴ زره پارکونه دي، د دغه ښار مېشت خلک وایي، که د پارکونو شمېر همدا ډول مخ په کمېدو شي، نو ډېر ژر به د ورزش او ساعت تېرۍ ځایونه له منځه لاړ شي.