BBC
 شاته

د ګېټار غږوونکو نجونو د ژوند تر شا کیسه غموونکې ده!

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
ګيټار غږوونکې نجلۍ

په کابل کې یو شمېر نجونې چې پخوا يې د سړک پر غاړه ټيکري خرڅول، اوس موسیقي زدکوي. دوی ته یو امريکايي ګېټار غږوونکی ګېټار ورزدکوي.

هغه په کابل کې له یوې چاودنې وروسته - چې د سړک پر غاړه کارکوونکې دوه نجونې هم پکې ووژل شوې- د دوی د لاسنيوي لپاره د دغه مرکز د جوړولو هوډ وکړ. اوس د هغو نجونو یوه خور د دې مرکز یوه مخکښه زده کوونکې ده.

د پلازمېنې کابل شمالي څنډې په یوه کوټه کې شاوخوا لس نجونو ګېټارونه په غېږ کې نيولي، چاپېر پر چوکیو ناستې دي، ګېټار غږوي او سندرې بولي.

دوی چې له پنځه کلنۍ تر دوولس کلنۍ نجونې پکې دي، پخوا يې د سړک پر غاړه ټيکري خرڅول خو اوس ګېټار زده کوي.

له افغانانو سره مینې هندۍ سندرغاړې پښتو موسیقي ته هڅولې

هرات کې د "افغان ستوري" سندریزې سیالۍ پر ضد لاريون وشو

په داووس نړیوال کانفرنس کې د افغان نجونو ځانګړې موسیقي

ترمنځ يې پکول په سر، اوږدې زېړبخونې څڼې لروونکی یو شاوخوا ۴۵ کلن سړی دوی ته ګېټار ورزدکوي. دی د امريکا له کلفورنیا راغلی ليني کارډولا دی.

ښاغلي کارډولا څو کاله پخوا په خبرونو کې واورېدل چې په کابل کې د سړک پر غاړه دوه کارکوونکې نجونې په یوه چاودنه کې وژل شوې دي.

Image caption ښاغلي کارډولا څو کاله پخوا په خبرونو کې واورېدل چې په کابل کې د سړک پر غاړه دوه کارکوونکې نجونې په یوه چاودنه کې وژل شوې دي.
Image caption ترمنځ يې پکول په سر، اوږدې زېړبخونې څڼې لروونکی یو شاوخوا ۴۵ کلن سړی دوی ته ګېټار ورزدکوي. دی د امريکا له کلفورنیا راغلی ليني کارډولا دی.

هماغه وو چې راغی او د داسې ماشومانو د لاس‌نيوي په موخه يې د موسیقۍ مرکز (The Miraculous Love Kids) جوړ کړ:

"زه له تېرو دوو کلونو راهيسې په افغانستان کې یم. د سړک غاړې ماشومانو او هغو سره چې له بې وزلۍ، تاوتريخوالي، ترهګريزو بريدونو او جګړې ځورېږي له هغه ماشومانو سره مرسته کوم. د دوی د کورنيو لاسنيوی کوم. د ښوونې په برخه کې يې هم له ماشومانو سره مرسته کوم او دوی ته ګېټار ورزده کوم. لومړۍ مرسل وه، بیا نور شاوخوا شپېته ماشومان راغلل. "

دا دوه نجونې خورشيد او پروانه نومېدې. چې عکسونه يې د دې کوټې پر دېوالونو ځړول شوي دي. د دغو وژل شویو نجونو خور مرسل وايي، د خوېندو له وژلو وروسته يې پر سړک کار کول پرېښودل.

خو له ډاره نه بلکې غوښتل يې د موسیقۍ له لارې خپلو خويندو ته ورته د نورو افغان نجونو غږ اوچت کړي:

"کله مې چې پنځه کاله مخکې په یوه ځانمرګي بريد کې دوه خوېندې ووژل شوې. موږ ټولو په ګډه هلته د سړک پر غاړه کار کاوه. ټېکري او لاستړوني مو خرڅول. د دوی له مرګه وروسته مې هغه کار پرېښود. بیا ليني زموږ مرستې ته راغی. ویل ګېټار زده کوې؟ ما ویل هو، ولې نه؟ نو دا دی ګېټار یې رازده کړ. "

خو د دغه مرکز ځينې نجونې لا هم د سړک پر غاړه کار هم کوي، ښوونځي ته هم ځي او ګېټار هم زده کوي.

د دې مرکز یوه بله زده کوونکې چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، وايي په افغان ټولنه کې د دې فکر ورکول غواړي چې د نجونې يې له ګېټاره سره څه؟

"په افغانستان کې جګړه روانه ده او خلک فکر کوي چې د نجنو له ګېټاره سره څه کار؟ دوی وايي، نجلۍ خو د دې ټولنې تر ټولو کمزوی قشر دی. خو موږ وغوښتل چې نه، د خپل حق لپاره باید غږ اوچت کړو. "

په دې مرکز کې نجونو ته د ګېټار ورزده کولو ترڅنګ یو لړ مالي مرسته هم کیږي. ښاغلی لیني کارډولا وايي، چې دوی ته قرآن شریف هم ورښودل کېږي او په وینا يې دې مرکز د دغو نجونو په زړه کې نوې هېلې راټوکولې دي.

پخپله هلته زده کوونکې نجونې وايي چې اوس يې ژوند یو مثبت بدلون کړی.

Image caption دا دوه نجونې خورشيد او پروانه نومېدې. چې عکسونه يې د دې کوټې پر دېوالونو ځړول شوي دي.
Image caption د دغو وژل شویو نجونو خور مرسل وايي، د خوېندو له وژلو وروسته يې پر سړک کار کول پرېښودل.

د افغان حکومت د شمېرو له مخې په دغه هېواد کې ۱۵ ميليونه ماشومان او ځوانان ژوند کوي چې ۹ ميلیونه يې ښوونځي ته ځي او تر دوو میليونو ډېر يې کار کوي او تر یو ميليون ډېر يې بېلابېل درانه کارونه کوي.

داسې ښکاري چې په افغانستان کې د جګړې له باره د دوی اوږدې هم خالي نه دي. که څه هم موسیقي به څو شېبې د دغو ماشومانو پام بدل کړي، خو ښايي په ژوند کې يې کوم لوی بدلون رانه شي وستلی.