BBC
 شاته

"منځني ختیځ کې د امریکا د فعالیت کمېدلو سره فرانسې رول ډېر کړ"

نیویارک ټایمز:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د امریکا او فرانسې ولسمشران.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه په منځني ختیځ کې د فرانسې ډېریدونکو دیپلوماتیکو هڅو ته په کتو لیکي په داسې حال چې په سیمه کې د امریکا فعالیتونه کم شوي د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون په منځني ختیځ کې خپل رول ډېر کړی دی.

د نیویارک ټایمز د لیکنې له مخې د اسراییل د پلازمېنې په توګه د بیت القمدس د پیژندنې په اړه د ولسمشر ټرمپ پرېکړه، په ټولنیزو شبکو کې د هغه له خوا د اسلام ضد توطیې او د بهرنیو چارو د وزارت د مامورینو شمېر کمول د ډېر کتوونکو په اند په دیپلوماتیک ډګر کې شاته تګ دی.

ورځپاڼه لیکي همدې شرایطو فرانسې ته دا زمینه برابره کړې چې په نړیوال دګر کې خپل حضور ډېر کړي هغه هم په داسې حال کې چې برتانیا او جرمني هم په خپلو کورنیو چارو بوخت دي.

ګلف ټایمز:

د عربي اماراتو ګلف ټایمز ورځپاڼه لیکي چې افریقايي اتحادیې هم د اسراییلو د پلازمېنې په توګه د بیت المقدس د پیژندولو په اړه د ولسمشر ټرمپ پریکړه وغندله او ویلي یې دي چې دا ګام په منځني ختیځ کې د سولې بهیر زیانموي.

د افریقايي اتحادیې د کمیسیون مشر موسا فاکي د ولسمشر ټرمپ پر دې پرېکړه خواشینې څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دا پرېکړه به یوازې دومره وکړي چې په منځني ختیځ کې تاوتریخوالی ډېر شي.

تهران ټایمز:

تهران ټایمز ورځپاڼې تهران ته د برتانیا د بهرنیو چارو د وزیر بوریس جانسن د سفر پرمهال د بهرنیو چارو له وزیر جواد ظریف سره د هغه یو تصویر خپور کړی چې دواړه پکې خاندي.

ورځپاڼې د ښاغلي جانسن له قوله یې لیکلي چې د ډونلډ ټرمپ موضوع به له ایران سره د اتومي پروګرام په اړه د لویو قدرتونو پر هوکړه کوم اغیز ونه لري.

د انځور حقوق FARS
Image caption د برتانیا او ایران د بهرنیو چارو وزیران.

انډیپنډنټ :

په لندن کې چاپیدونکې انډیپنډنټ ورځپاڼې په یوه مطلب کې لیکلي چې د سولې د نوبل جایزې یوې ګټوونکې خبرداری ورکړی چې تر هغه چې په نړۍ کې اتومي بمونه موجود وي د هستوي ناورین مخنیوی ناشونی دی.

د اتومي وسلو د له منځه وړلو د نړیوالې ادارې مشرې بیاتریس فین په یوه کنفرانس کې ویلي نړۍ اوس له یوه روښان غوراوي سره مخامخ ده.

یا به د اتومي وسلو پروګرامونو ته د پای ټکې ږدي او یا به دا وسلې بشریت له منځه وړي.

نوموړې ویلي که تاسو له کیم جونګ اون سره چې اتومي وسلې لري ځان خوندي نه احساسوئ همداسې له ډونلډ ټرمپ سره هم چې اتومي وسلې لري ځان خوندي نه احساسوي.

اغلې فین ویلي د دې پرځای چې اتومي وسلې بشریت له منځه یوسي باید اتومي وسلې له مینځه یووړل شي.

ډان:

پاکستان کې چاپیدونکې ډان ورځپاڼه لیکي چې هندوستان په کشمېر کې د پولې په اوږدو کې د اوربند له تړونه د سرغړونو تورونه رد کړل او د هند د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سراج برعکس پاکستان تورن کړ چې د پولې په اوږدو کې بریدونه کوي.

د ورځپاڼې د لیکنې له مخې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ته اغلې سراج یو لیک استولی او ویلې یې دي چې هندي پوځیانو د پاکستان د پوځي عملیاتو په ځواب کې ډزې کړې دي.