BBC
 شاته

بدمرغه جينيټيکي ناروغي

يو ماشوم د پوټکي له يو کمساري او دردناک جينيټيکي حالته کړېږي، چې د بدن پوټکی په کې د پتنګ د وزرو په څېر نازک حالت ته رسوي. خو دی نېکمرغه بيا په دې دی، چې جرمني کې يې د ژوند ژغورلو يو لړ عملياتو کې په جينيټيکي ډول يو نوی بدل شوی پوټکی ورکړل شوی دی.

پوټکی له دې هلک اخيستل شوی و، بيا لابراتوار کې بدل شو، او بيا دا نوی پوټکی چې لابراتوار کې یې وده کړې، بېرته لومړۍ طبي ازموينه کې يې د بدن ۸۰ سلنې برخې ته ورپوښل شوی دی. څېړونکي اوس باور کوي، موندنې یې ښايي د نړۍ لروبر د ناروغانو ژوند کې بدلون راولي.