ايرلنډ افغانستان ته په څلورو وېکټو ماتې ورکړه
د افغانستان او ایرلنډ تر منځ د کرېکټ د پنځو یو ورځنیو لوبو د لړۍ درېیمه لوبه ايرلنډ په څلورو وېکټو وګټله.
دغه لوبه د شمالي ايرلنډ په بلفاسټ کې ترسره شوه.
د لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړی يې توپ وهنه وکړه، چې سیالې لوبډلې ته یې د نهو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۲۳۷ منډو هدف وټاکه.
د افغانستان په توپ وهونکو کې شهزاد محمدي د ۸۱ منډو په جوړولو سره تر ټولو ښه لوبه وکړه. محمد نبي ۴۰، راشد خان ۳۵ او ميرويس اشرف ۳۳ منډې جوړې کړې.
د ايرلنډ لوبډلې مکرتي او براين درې درې او چېس دوه افغان لوبغاړي وسوځول.
د ايرلنډ لوبډلې لپاره جوايس ناسوځېدلې ۱۰۵ مڼډې جوړې کړې، براين د ۷۵ او سټرلېنګ د ۳۹ منډو په جوړولو وتوانېد.
د توپ اچولو په برخه کې افغان لوبغاړي حميد حسن دوې، دولت ځدراڼ او محمد نبي يوه وېکټه واخيسته.
د ايرلنډ او افغانستان تر منځ لومړۍ لوبه د باران له امله لغو شوې وه او په دویمه لوبه کې افغان لوبډلې ايرلنډ ته په ۳۹ منډو ماته ورکړې وه.
افغانستان په دې وروستیو کې ښه ځلېدلی، خو د ایرلنډ تجربه کاره لوبډله هم ترې کمه نه ده او د ډېرو په باور دواړه لوبډلې به خوندوره لوبه نندارې ته وړاندې کړي.