BBC
 شاته

د لوړو زده کړو وزارت چارسمبالي استعفا وکړه او پر ځاى بل چارسمبالى وټاکل شو

د انځور حقوق FB
Image caption ښاغلي روشن پرخپل فېسبوک پاڼې خپرې کړې يوې ليکنې کې د خپلې استعفا لامل سياسي فشارونه بللي و خو لږ وروسته يې بيا دا ليکنه ړنگه کړه

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د لوړو زده کړو وزارت د چارسمبالي له استعفا وروسته ډاکټر نجيب الله خواجه عمري د ياد وزارت نوى سرپرست وزير و ټاکه.

دغې دندې ته د ښاغلي عمري ټاکنې فرمان د ياد وزارت پخواني چارسمبالي عبداللطيف روشن له استعفا لږ وروسته اعلان شوه.

ښاغلي روشن پرخپل فېسبوک پاڼې خپرې کړې يوې ليکنې کې د خپلې استعفا لامل سياسي فشارونه بللي و خو لږ وروسته يې بيا دا ليکنه ړنگه کړه.

د لوړو زده کړو نوى چار سمبالى وزير د برېښنا په رشته کې د دوکتورا تر کچې زده کړې کړي او وړاندې يې بېلابېلو دولتي ادارو کې دنده ترسره کړې ده.

د محصلې له ځانوژنې وروسته کابل کې د سلګونو کسانو احتجاج

د لوړو زده کړو پر بهیر د چاپېریال اروايي اغېز

د لوړو زده کړو وزارت د کانکور ازموینې پایلې اعلان کړې

د ښاغلي روشان د استعفا خبر په داسې مهال کې مخې ته راځي چې د کابل پوهنتون د يوې محصلې زهرا خاوري د ځانوژنې له امله د لوړو زده کړو پر چارواکو نيوکې کېدې او د پوهنتون پر وړاندې احتجاجي غونډه وشوه.

معترضو محصلينو ویل زهرا خاوري د پوهنتون استادانو د 'جبر او استبداد ' یوازينۍ قربانی نه ده، بلکې ډېر محصلین له دغو ستونزو د خلاصون لپاره پوهنتونونه پرېږدي. دوی د لوړه زده کړو له وزارته غوښتل چې قضیه وڅېړي او عاملینو ته سزا ورکړي.

Image caption د ښاغلي روشان د استعفا خبر په داسې مهال کې مخې ته راځي چې د کابل پوهنتون د يوې محصلې زهرا خاوري د ځانوژنې له امله د لوړو زده کړو پر چارواکو نيوکې کېدې

دوى همدا راز د افغانستان لوړو زده کړو په نظام کې د اصلاحاتو غوښتنه کوله. د لوړو زده کړو سرپرست وزیر عبداللطیف روشن له اعتراض کوونکو سره کتنه کې د دوی پر غوښتننو د غور کولو ژمنه کړې و، خو په استعفا کې يې دغې پېښې ته اشاره نه ده شوې.