د لیبیا مریانو خرڅلاو بازار انځور افریقايي ټولنه په غوسه کړې
افریقايي ټولنې د هغې وېډیو په اړه غوسه ښودلې، چې د جنوبي لویې صحرا غلامان د لیبیا غلام پېروپلور یوه بازار کې خرڅلاو ته وړاندې شوي دي.
په دې وېډیو کې چې د امریکا "سي این این" خبري چینل دا اونۍ خپره کړې، ځینې افریقايي ځوانان او زلمیان د لیبیا یوه لیلام بازار کې خرڅلاو ته په کروندو کې د کار کولو لپاره وړاندې شوي دي.
د دې ټولنې مشر ګینیا الفا کوندي ددغه ټیټ کار او ناوړه سوداګرۍ د مخنیوي غوښتنه کړې ده.
هغو کډوالو چې اروپا ته یې د رسېدو هڅه کړې، ویلي، انساني قاچاق کوونکو دوی برمته نیولي او د ډېرو لږو پیسو په مقابل کې یا ان یې سختو کارونو ته اړایستلي یا دا چې د کار په مقابل کې یې هېڅ شی هم نه دي ورکړي.
د پخوانیو غلامانو نسلونوڅنګه خپله سیمه پرمختللې کړې ده؟
څېړنه: د نړۍ ۳۰ ميليونه وګړي غلامان دي
څېړنه: ميليونه انسانان د غلامۍ ژوند تېروي
د سي این این له خوا خپره شوې وېډیو کې د نیجر او نورو ورڅېرمه هېوادونو ځینې ځوانان ښکاري، چې د ۴۰۰ ډالرو او ۳۰۰ پونډو په مقابل کې د لیبیا بېلابېلو سیمو کې پلورل کېږي.
کوندي وايي: "معاصره غلامي باید له منځه ولاړهشي او افریقايي ټولنه د کډوالو د پېروپلور د مخنیوي لپاره له خپل ټول واک او ځواک کار اخلي".
سي این این وايي، د جمعې په ورځ لیبیا د غلامانو د خرڅلاو په اړه څېړنه پیل کړې ده.
د کډوالۍ نړیوال سازمان په تېره اپرېل میاشت کې وویل، ځینې داسې ثبوتونه یې راغونډ کړي چې لیبیا کې انسانان د غلامانو په څېر خرڅېږي.
افریقايي کډوال "د غلامانو بازار کې خرڅېږي".
په لیبیا کې د کډوالۍ چارو نړیوال سازمان مشر بي بي سي ته ویلي وو، د غلامانو د پېر او پلور بیه د هغوی پر مهارتونو پورې اړه لري.