عرب ټولنه ملګرو ملتونو ته له ایران شکایت کول غواړي
د عرب ټولنې بهرنیو چارو وزیرانو د خپلې بېړنۍ غونډې پای کې وویل، د دې ټولنې له غړو هېوادونو یې غوښتي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د ایران دوسیه را پورته کړي.
د مصر پلازمېنه قاهره کې د یکشنبې دا ناسته د سعودي عربستان په غوښتنه را بلل شوې وه.
دغو چارواکو په پاییزه بیانیه کې په تونده لهجه د سیمې د هېوادونو پرضد د ایران او حزب الله پر "ګواښونکو هڅو" نیوکه وکړه.
هغوی له داسې هڅو سره هم یووالی وښود چې د دوی په خبره، سعودي عربستان یې د خپل ملي امنیت خوندیتوب بولي.
په بیروت کې د بي بي سي خبریال وايي، په دې بیانیه کې ایران ته د خپلو چارو د پایلو په هکله داسې خبرداری ور کړل شو، چې پخوانیو بیانیو کې یې ساری نشته.
خو دا ډول څرګندونې داسې ښکاري چې دا موضوع امنیت شورا ته رسول غواړي، ځکه د عرب ټولنې هېوادونه له ایران سره د مقابلې لپاره د نړیوالو ادارو له لمن نیولو پرته بله لار نه لري.
د لبنان او عراق د بهرنیو چارو وزیران په دې غونډه کې نه و.
د لبنان ولسمشر په وروستیو کې پر سعودي عربستان تور لګولی چې د هېواد د ګډوډۍ هڅې یې کوي.
د عراق حکومت هم د ایران یو نږدې سیمه ییز ملاتړی بلل کېږي.
سره له دې چې په وروستیو کې یې له ریاض سره د اړیکو سمولو هڅه کوي، خو د عرب ټولنې بېړنۍ ناسته کې یې ګډون ونه کړ.