BBC
 شاته

د زمبابوې واکمن گوند موگابې له خپلې مشرۍ گوښه کړ

د انځور حقوق Getty Images
Image caption روبرټ موگابې د خپل راتلونکي په اړه له پوځي جنرالانو سره په خبرو اترو بوخت دى

د زمبابوې واکمن گوند "زانو پي اېف" ولسمشر روبرټ موگابې د دغه گوند له مشرۍ لېرې کړى. د زانو پي اېف دا گام پر ٩٣ کلن موگابې د ولسمشرۍ پرېښودلو په برخه کې شته فشارونه لا ډېروي.

د واکمن گوند لوړپوړو چارواکو ښاغلي موگابې ته د دوشنبې تر لسو بجو وخت ورکړى چې له خپلې دندې استعفا وکړي، گڼې د خيانت له تور سره مخامخ شي. ټاکل شوې روبرت موگابې د پوځ له مشر سره له ليدو وروسته ډېر ژر ولس ته وينا وکړي.

د ښاغلي موگابې مېرمن "گرېس موگابې" او يو شمېر نور لوړ پوړي چارواکي له گونده ايستل شوي دي.

د زمبابوې پوځ تېره چهارشنبه وروسته له هغه واک واگي په لاس کې ونيول چې ښاغلي موگابې خپل مرستيال ایمرسن مننګاوا چې د دۀ ځاى ناستى بلل کېده له دندې گوښه کړ. انگېرنې دا وې چې گواکې ښاغلى موگابې غواړي مېرمن يې ځاى ونيسي.

ښاغلى موگابې له تېرې چهارشبنې راهيسې په خپل کور کې نظر بند دى خو تېره ورځ لومړی ځل عام محضر کې ولیدل شو. نوموړي د فراغت یوې غونډې کې ګډون کړی و او فارغانو ته یې اسناد وېشل.

زې: رابرټ موګابې کور کې نظر بند شویمبابو

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
زیمبابوې: واک د پوځ لاس کې دی، موګابې خوندي دی

زمبامبوې پوځ د جمعې پر ورځ ویلي، ښاغلي موګابې سره په خبرو (بوخت) دي او ډېر ژر به خلکو ته د خبرو پایلې په اړه ووايي. بل لور ته د خپلواکۍ جګړې رضاکارو نفوذ لرونکي سازمان مشر کرسټوفر موستوانګوا، چې یو مهال د رابرټ موګابې له پلویانو بلل کېده، ویلي:

''ښاغلی موګابې باید سملاسي استعفا وکړي. ''

نوموړي د شنبې پر ورځ د پراخو مظاهرو غوښتنه هم کړې وه.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د روبرټ موگابې مېرمنه له گونده ايستل شوې

د ولسمشر لېبرال مخالفینو هم د پروني لاریون ملاتړ وکړ. ښاغلي موګابې به هر کال د فراغت مراسمو کې ګډون کاوه، خو سږ کال داسې تمه نه کېده، چې نوموړی به دغو مراسمو کې ګډون وکړي.

نوموړي په سوکه ګامونو تر دریځه لاړ او پر بریالیو محصلینو یې اسناد ووېشل. په بریالیو محصلینو کې د یوه هغه جنرال مېرمن هم شامله وه، چې نوموړی یې د چهارشنبې پر ورځ کور کې نظر بند کړی و.