مشرانو جرګې په پېژندپاڼه کې (افغان) کلیمه راوړل تایید کړل
د افغانستان مشرانو جرګې د یکشنبې ورځې غونډه کې په برېښنايي پېژندپاڼه یا تذکره د افغان کلیمې د راوړلو لپاره د ولسمشر اشرف غني فرمان تایید کړ.
د مشرانو جرګې دویم مرستیال محمد اصف صدیقي د بي بي سي خبریال سیر کاکړ ته وویل، چې د دې جرګې غړو د رایو په اکثریت دا فرمان تایید کړ.
له دې مخکې ولسي جرګې په پېژندپاڼه کې د افغان کلیمې راوړل رایې ته وړاندې کړل، خو پایله کې د دې کلمیې د مخالفانو شمېر زیات و.
ولسي جرګې په داسې مهال افغان کلیمه رایې ته وړاندې کړه چې له نیمايي ډېر غړي یې ناسوب و.
د ولسي جرګې له دې پرېکړې وروسته په کابل او مختلفو ولایتونو کې د افغان کلیمې په ملاتړ مظاهرې وشوې.
نور جزیات