BBC
 شاته

د مافیا پلار سالواتور توتو رینا زندان کې ومړ

سالواتور "توتو" رينا د انځور حقوق Ronald Grant
Image caption سالواتور "توتو" رينا له ۱۵۰ د ډېرو کسانو د وژلو امر کړی و.

سالواتور توتو رینا چې د مافیا تر ټولو سخت وېروونکی پلار بلل کېده، د سرطان له امله په ۸۷ کلنۍ کې مړ شو.

نوموړی په عمر بند محکوم و، خو ویل کېږي چې له زندان یې هم له هغه د ډېرو کسانو د وژلو امر کړی چې په ازاد ژوند کې یې په امر وژل شوي وو.

د رپوټونو له مخې هغه له ۱۵۰ د ډېرو کسانو د وژلو امر کړی دی.

نوموړی د کوزا نوسترا په نوم د مجرمې ډلې مشر و او ان ۲۵ کاله تعقیبېده، چې بالاخره پر ۱۹۹۳ کال ونیول شو او ۲۶ ځله په عمري بند محکوم شو.

رینا پر سرطان سربېره پر پارکېنسن او زړه ناروغۍ هم اخته و.

کورنۍ یې په روغتون کې د لیدلو لپاره ځانګړې اجازه ترلاسه کړې وه.

م. م:‌ افغان طالبان د مافیا په څېر قاچاق کوي

''مافیا تر ځمکې لاندې اثار هم لوټي''

ریښتونی دون کورلیونه

رینا پر ۱۹۳۰ کال د کورلیونه کلي په یوه کرونګره او بې وزله کورنۍ کې وزېږېد.

دی چې ۱۳ کلن و پلار یې ووژل شو او ۱۹ کلنۍ کې له ځايي مافیا سره یو ځای شو.

هغه مافیا ته د تللو لپاره یو کس وواژه او په شپږ کاله بند محکوم شو.

له ازادېدلو وروسته یې د لوچیانو لجیو په نوم له یوه بدماش سره مرسته وکړه چې د کورلیونه کورنۍ مشر ووژني.

وروسته یې د داسې ډلې مشري وکړه چې د مافیا د یوه بل مشر د وژلو لپاره جوړه شوې وه.

په دې ډول یې ځان مشهور کړ د کورلیونه کورنۍ عملیات یې د سیشل تر پلازمېنې پالرمو ورسول.

کله چې پر ۱۹۷۴ کال لجیو ونیول شو، رینا د کورلیونه کورنۍ پلار وبلل شو.

د انځور حقوق AFP
Image caption د شلمې پېړۍ ۹۰ کلونو کې رینا د جیوواني فالکوني په نوم یو قاضي (د دولت پرضد جګړه) کمپاین کې وواژه

وروسته د بلې بدماشې ډلې کوزا نوسترا مشر شو او په ۷۰ لسیزه کې یې امریکا ته د نشه يي توکو له قاچاق ډېره شتمني ترلاسه کړه.

مافیا په بې رحمۍ پېژندل کېږي، خو د رینا هڅې دومره څاروي ډوله وې چې په "ځناور" وپېژندل شو.

د ایټالیا د رسمي خبري اژانس یو خبریال رانچسکو بونګارا وايي، ممکن هغه په تاریخ کې د مافیا تر ټولو ډبرزړی (سنګ دل) او وحشي مشر وي.

د انځور حقوق ALAMY
Image caption ویل کېږي چې له زندان یې هم له هغه د ډېرو کسانو د وژلو امر کړی چې په ازاد ژوند کې یې په امر وژل شوي وو

خو د هغه وېروونکی چلند و چې د نیولو سبب یې شو.

پر ۱۹۸۱ کال رینا د خپلو سیالانو د له منځه وړلو دوه کلنه هڅه پیل کړه.

په دې پړاو کې په وژونکي مشهور شو، ځکه ډېر نور مجرمان یې ووژل او یا یې له وېرې له خپلو کورنیو سره پټ شول.

خو په پای کې ډېرو غږ پورته کړ او د رینا پرضد یې شهادت ور کړ، چې له امله یې دی بندی او په عمري قید محکوم شو.