د کنګل له ویلې کېدو وروسته کوم ښارونه له ګواښ سره مخ کېدای شي
سیانسپوهان وایي د وړاندوېنو ځینو وسیلو روښانه کړې چې که د نړۍ کنګل شوې برخې اوبه شي، لوی ښارونه به د اوبو تر لاندې کېدو د ګواښ سره مخ شي.
دغه وسیلې د نړۍ ګرځېدا او د جاذبې قوې اغېزو ته په کتو دا وړاندوینې کولای شي چې د نړۍ اوبه به په کوم ډول او چېرته ووېشل شي.
څېړونکي وایي دوی داسې وسایل جوړ کړي چې کولای شي وښيي چې کوم ښارونه به د کومو کنګل شویو یخونو تر اوبو لاندې شي.
د دوی موندنې په ساینس اډوانس ژورنال کې چاپ شوې دي.
مشر ساینسپوه ډاکټر ایریک ایوز وایي، "کله چې ښارونه او هېوادونو د سېلابونو د مهارولو په موخه پلانونه جوړوي دوی باید د بیمې د کمپنیو په څېر د راتلونکو سلو کلونو په هکله فکر وکړي او خطر یې وارزوي."
دغو نویو وسیلو له دوی سره مرسته کړې چې دوی د کومو یخونو د ویلې کېدو په هکله باید اندېښنه ښکاره کړي.
دوی انګېري چې د لندن د سمندر کچې را پورته کېدل به تر ډېره د ګرینلنډ د کنګل شمال لویدیځ برخه د ویلې کېدو سره تړلې وي.
خو د نیویارک ښار لپاره بیا د ګرینلنډ ټوله شمالي او ختیځې برخې کنګل وېلې کېدل به ګواښ وزېږوي.
د اسټرلیا د سډني ښار به بیا تر ډېره د انټرکټیکا د شمالي برخې د کنګل له ویلې کېدو وروسته له ګواښ سره مخ شي.
د ناسا د "جیټ قوې لابراتوار" په دې پروژه کې د نویو موندنو مسوول ډاکټر ایرین لارور وایي درې مهمې پروسې له موږ سره مرسته کوي چې د نړۍ په مهمو برخو کې د سمندر د کچې د راپورته کېدو په هکله پوه شو.
لومړی د جاذبې قوه ده.
دوهم د سمندر په سر د کنګل لویې ټوټې په اوبو هغومره فشار نه راوړي لکه څومره چې دا له ویلې کېدو وروسته راوړلی شي، نو د سمندر کچه په تدریجي ډول زیاتېږي او خورېږي.
درېیمه یې د ځمکې ګرځېدا ده، کله چې د ځمکې کنګل شوې سیمې ویلې شي، دا د سمندر د اوبو په وېش کې بدلون راولي او په ځینو سیمو د اوبو فشار او کچه زیاتېږي او په ځینو کمېږي، چې دا پخپله توپانونه او سېلابونه زېږوي.
د دغو درېیو فکتورونو په یو ځای کولو سره څېړوونکو د هر ښار د راتلونکې او د اوبو کچه موندلی شي. دوی وایي دا فکتورونه به وکولای شي د هغو سیمو او ښارونو چې له ګواښ سره مخ دي او هغوی چې نه دي دواړو څېړنه نوره هم اسانه کړي.
دوی وایي "خلک د دغو وسایلو په کارولو سره کولای شي د دوی په ښار د کنګل د ویلې کېدو اغیز وویني."