نوې سروې: افغانستان کې راتلونکي لپاره هيلې ډېرې شوي
د اسيا بنسټ (اېشيا فونډېشن) وايي د افغانستان راتلونکي په تړاو د افغانانو هيلې د تېرکال پرتله سږ ډېرې شوي دي. د دغې ادارې له لوري تر سره شوې نظر پوښتنه کې د پوښتل شویو وگړو ۳۳ سلنې ویلي چې هېواد يې پر سم لوري روان دی، چې د تېر کال پر تله څلور سلنه زياتوالی ښیي.
د اسيا بنسټ سږني رپوټ لپاره د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې له ۱۰ زره کسانو سره خبرې شوي، چې نیمایي برخه یې ښځې دي.
امنیت، اقتصاد، حکومتولي، دولتي خدمتونه، ټاکنې، رسنۍ، د ښځو چارې او کډوالي هغه موضوعات چې په اړه د خلکو نظر پوښتل شوی.
پوښتل شويو وگړو د خپلې خوشبينۍ مهم دلايل يې دا ښوولې:
•حکومتوالۍ کې ښه والى
•اقتصادي مثبت خوځښت
•د ښځو د حقونو ورکړې کې پرمختگ
د پوښتل شويو ٦١ سلنې بيا د هېواد تگلوري په تړاو خوشبين نه دي، خو دغه سلنه تېرکال نژدې ٦٦ وه.
سروې ښوولې چې پر ملي وحدت حکومت هم د خلکو باور کې څه د پاسه ٧ سلنه زياتوالى راغلى. پوښتل شويو ويلي د حکومت چارې په پرتله ييز ډول ښې شوي دي.
د ولايتي او د ولسواليو د ادارو له چارو هم د خلکو په رضايت ٥ سلنه ډېر شوى. خو دا کچه د کليوالو سيمو پر تله په ښارونو کې ډېره ده.
د رپوټ پر بنسټ د تېر کال پر تله ډېر شمېر خلک اوس پر عامه بنسټونو باور کوي خو د ژوندانه د ښه کولو په برخه کې د مشرانو پر وړتيا شکمن دي.
د ناامنۍ احساس لوړوالى
رپوټ وايي امنيت په ٢٠١٧ م کال کې خراب شوى خو د خرابېدو لړۍ يې د تېرو کلونو پر تله ډېره ورو وه.
خو له درېیو دوو کسانو ویلي د خپل شخصي خوندیتوب په اړه اندېښمن دي. دا په تېرو ۱۱ کلونو کې د شخصي امنیت په اړه د اندېښنې ترټولو لوړه کچه ده.
خو پر امنيتي ځواکونو د خلکو د باور کچه سږ کال ٦ سلنه ډېره شوې. دوى داسې انگېرې چې اوس په پوليسو کې صداقت ډېر شوى او د مجرمينو په نيولو کې يې هم وړتيا ډېره شوې ده.
د ښځو حقونه:
رپوټ وايي په رسنيو کې د ښځې حضور اوس ډېر شوى خو د مشرۍ په برخه کې يې پر وړاندې غبرگونونه هم مثبت دي او هم منفي.
په سيمه ييزو ادارو کې د ښځو د گډون ملاتړ نژدې ٧٠ سلنه دى خو بيا يوازې ٥٦ سلنه يې په کابينې کې د گدون ملاتړي دي.
د رپوټ برنسټ، د زده کړو پر وړاندې خنډونه او نالوستي اوس هم د ښځو پر وړاندې لويه ستونزه ده.
د افغانستان په اړه د سیمه ییزې همکارۍ کانفرانس پیل شو
"د افغانستان د زندانونو وضعیت ناانساني دی"
"افغانستان د پاکستان له اقتصادي اغېز په وتو دى"
د کډوالۍ لېوالتيا:
شاوخوا ۴۰ سلنه پوښتل شویو کسانو ویلي، د امنیتي او اقتصادي اندېښنو له امله که فرصت ومومي نو له هېواده وځي. ددغو کسانو شمېر هم ډېر شوی دی.
کډوالۍ ته د زړه ښه کولو دلايل دا ښوول شوي:
•خراب امنيت، داعش او د بريدونو په کچه کې زياتوالى
•بې روزگاري
خو فساد د تېرو کلونو په څېر د خلکو د اندېښنې د يوه مهم لامل په توگه پر ځاى پاتې دى. په سروې کې د پوښتل شويو ٨٣ سلنې اوس هم فساد په افغاستان کې يوه ستره ستونزه بللې ده.