BBC
 شاته

کرېکټ: افغان ۱۹ کلنو د اسیا اتلولۍ نیمه پایلوبې ته لار ومونده

کرېکټ لوبغاړي د انځور حقوق ACB
Image caption د راتلونکې جمعې په ورځ به افغان لوبډله د روانو سیالیو په دویمه نیمه پایلوبه کې له نیپال سره ولوبېږي.

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، مالیزیا کې د روان اسیايي جام سیالیو کې د ملي لوبډلې ۱۹ کلنو متحده عربي اماراتن ته په ۱۳۴ منډو ماتې ورکولو سره ددغو سیالیو نیمه پایلوبې ته لار ومونده.

لومړی پچه اماراتو لوبډلې وګټه، خو د ورښت له کبله لوبه ۲۰ اورونو ته راټیټه شوه.

افغانستان متحده عربي اماراتو لوبډلې ته د ۲۲۵ منډو هدف وټاکه او افغان لوبډله کې تر ټولو ډېرې ناسوځېدلې.

دروېش درانی په ۳۸ توپونو د ۱۰۵ ناسوځېدلو منډو د لوبې غوره لوبغاړی وبلل شو.

''د افغان ۱۹ کلنو کرېکټ لوبډلې په مقابل کې د پاکستانۍ لوبډلې ماتې نه شم هضمولای''

کرېکټ: یوه زلمي له هېڅ منډې ورکولو پرته ۱۰ لوبغاړي وسوځول

نجونې ولې سپورت کې شاته پاتې کېږي؟

اماراتو لوبډلې ټاکل شوی هدف پوره نه کړ او په شلو اورونو کې یې د ۹۰منډو په جوړولو او نهو لوبغاړو په سوځېدو لوبه افغانستان ته د ۱۳۴ منډو په لوی توپیر وبایلله.

افغان لوبغاړو نوین الحق، مجیب ځدراڼ، طارق ستانکزي او وفادار مومند دوې - دوې ویکټې واخیستې.

افغانستان په بې ډله کې تر پاکستان، سریلانکا او متحده عربي اماراتو مخکې او لومړی مقام لري.

د راتلونکې جمعې په ورځ به افغان لوبډله د روانو سیالیو په دویمه نیمه پایلوبه کې له نیپال سره ولوبېږي.