BBC
 شاته

تېزابي اوبه ټول سمندري ژوي ګواښي

ر د انځور حقوق JAGO-TEAM/GEOMAR
Image caption دا څېړنه وايي، د سړو اوبو مرجان د ګرمو اوبو تر مرجان د تیزابو په مقابل کې سخت دی.

له یوې لویې څېړنې وروسته معلومه شوه چې په نړۍ کې په چټکۍ سمندرونه تېزابي کېږي او له امله یې ټول سمندري ژوي زیانمنېږي.

د جرمني پوهنتونونو پر چاپېریال اته کاله څېړنه کړې او پایله یې ښيي چې د اوبو تېزابي کېدل به د سمندري ژوو څو ډولونو ته ګټه رسوي، خو ډېری خوراک برابروونکي ژوي زیانمنوي.

دغه ۲۵۰ څېړونکي د سړو اوبو د کب بېلګه وړاندې کوي چې راتلونکي کې به د دې کبانو څلورمه برخه یواځې خپل عمر پوره کولی شي.

دا څېړنډله وايي، دا کیمیايي بدلون، د وړانګو، پر سمندرغاړه د ودانیزو چارو او د چاپېریال ضد ګاز د وتلو له امله رامنځ ته کېږي.

د بایو اسید په نوم د دې څېړنې پر پایلو به د ملګرو ملتونو د اوبو او هوا مرکچیانو راتلونکې کلنۍ غونډه کې خبرې وشي، چې په نومبر کې د جرمني بون ښار کې جوړېږي.

د څېړنې له مخې د طبیعي تېلو یا فوسیل فیولز د وتلو له امله پیدا شوی کاربن د سمندر اوبو کې ګډېږي، چې کاربونېک اسید یا تېزاب جوړوي او د اوبو پي اېچ کچه کمېږي.

د سمندري اوبو د تېزابي کېدو لامل

د انځور حقوق MAREK MIS/SPL

په نړۍ کې د صنعتي اوښتون له امله د سمندرونو د اوبو پي اېچ کچه له پخوا بدله شوې، چې له امله یې د سمندري اوبو تېزابیت ۲۶ سلنه ډېر شوی دی.

د دې څېړنې لیکوال پوهاند ایلف ریبیسیل له بي بي سي سره خبرو کې ویلي:

"د سمندري اوبو له تېزابي کېدلو ټول سمندري ژوي اغېزمنېږي، خو اندازه یې مختلفه ده".

د هغه په خبره، د لویو سمندري ژوو پرتله د کمعمره سمندري ژوو لومړنی ژوند ډېر اغېزمنېږي:

"که کوم ژوی د اوبو له تېزابیت اغېزمن نشي، بیا هم د دې تېزابیت له امله د رامنځ ته شوي چاپېریالي بدلون یا خوراک له ترلاسه کولو اغېزمنېږي".

په دې څېړنه کې ځینې پلټنې په لیبارټریو او څه هم په شمالي سمندر، بالتیک، ارکټک او پاپوا نیو ګېني اوبو کې شوې دي.

پوهان له ۲۰۰۹ کال راهیسې په دغه مطالعه بوخت و او د دې څېړنې له ۳۵۰ د ډېرو مقالو ټولګه وايي، چې پر کومو ژوو دوی څېړنه کړې له نیمايي ډېرو یې د اوبو تېزابي کېدلو ته منفي غبرګون ښودلی دی.

د انځور حقوق Maike Nicolai/GEOMAR
Image caption په طبیعي چاپېریال کې د اوبو د تېزابي کېدلو ازموینې.