BBC
 شاته

"سی ای اې د طالب مشرانو د وژلو لپاره چریکي عملیات ډېر کړي"

نیویارک ټایمز:

د انځور حقوق Reuters
Image caption په دې عملیاتو کې د سي ای اې د اوسني مشر رول ډېر مهم بلل کېږي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي د امریکا د اسختباراتو مرکزي ادارې یا (سي ای اې) په افغانستان کې د طالبانو د مشرانو او قومندانانو پر ضد خپل چریکي عملیات ډېر کړي دي.

نیویارک ټایمز د دوو جګپوړو چارواکو له قوله لیکي چې (سي ای اې) په لوړه کچه روزل شوي امریکایي کوماندو او ځيني قراردادیان له افغان ځواکونو سره یو ځای د هېواد بېلابېلو برخو ته استوي او طالب مشران په نښه کوي.

ورځپاڼه لیکي دا د (سي ای اې) او امریکایي حکومت په تګلاره کې ښکاره بدلون دی، ځکه پخوا به دې ادارې یوازې د القاعدې مشران په نښه کول.

د طالبانو پر ضد (سي ای اې) تر وړاندې وړاندې ډېر جدي عملیات نه کول او یوازې یې په دې برخه کې له افغان ځواکونو سره د استختبارتو مرسته کوله.

ورځپاڼه لیکي چې د (سي ای اې) په چوکاټ کې د ننه یوه نیمه پوځي یا ( پارا مېلټري) برخه یا څانګه شته چې د افسرانو شمېر یې یوازې څو سوو تنو ته رسيږي او دا کسان د نړۍ په بېلابېلو برخو کې ماموریتونه ترسره کوي.

که څه هم د طالبانو پر ضد د جګړې لپاره امریکایي پوځ بهتر ځواک دی، خو نیویارک ټایمز لیکي چې د (سي ای اې) چریکي عملیات د پراخو پوځي عملیاتو پرتله ښې پایلې ورکوي.

نیویارک ټایمز وایي د (سي ای اې) د چریکي عملیاتو په ډېرېدو کې د دې ادارې د نوي مشر مایک پامپیو رول مهم دی.

دې ادارې وار د مخه په افغانستان کې ډرون بریدونه ډېر کړي او په قبایلي سیمو کې یې هم وسله وال په نښه کړي دي.

ډېلي ټایمز:

او پاکستانۍ ورځپاڼې (ډېلي ټایمز) د افغانستان د جګړې په اړه یوه سرمقاله لیکي چې په اصل کې یوه شننه هم ده.

لیکوال وایي دا جګړه په اصل کې د امپریالیزم یوه نوې بڼه ده او امریکا د دې لوبې په سر کې ده.

لیکوال ادعا کوي چې د افغانستان د روانې جګړې تخم هغه مهال وکرل شو چې امریکا او د سیمې یو شمېر نورو هېوادونو په افغانستان او پاکستان کې مذهبي تندلاري ځواکمن کړل او واک ته یې ورسول.

لیکوال وایي د خلاصون لاره یې دا ده چې د دواړو هېوادونو بې وزله وګړي او عادي خلک پخپله د یوه ځواک په توګه سره راټول شي، او تر ټولو وړاندې له هغو مذهبي تندلارو ځان خلاص کړي چې په ټولنه کې یې خپلې زهرجنې ریښې غځولې دي.

لیکوال په خپله مقاله کې هغې تاریخې لویې لوبې یا (ګرېټ ګېم) ته اشاره کوي چې په هند کې د برتانوي راج او روسانو ترمنځ پیل شوې وه او افغانستان د دې لوبې ډګر و.

د لیکوال استدلال دا دی چې د افغانستان جغرافیایي موقعیت د دې لامل شوی چې نړیوال زبرځواکونه دلته ښکر سره جنګوي او په اصل کې همدا اوس هم په دې هېواد کې یوه بله لویه لوبه روانه ده.

د هندو:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption امام زمان جومات کې د ۲۰۱۷ کال د اکتوبر ۲۱ برید

هندۍ ورځپاڼه (د هندو) لیکي چې په افغانستان کې د تېرې یوې اوونۍ خونړیو بریدونو په کابل کې حکومتي مشران وار خطا کړي، او که له یوې خوا امریکا په دې هېواد کې د خپل پوځي رول د پراخولو خبره کړې نو بل ته وسله والو مخالفینو هم وښوده چې په لویه کچه د بریدونو او ورانکارۍ توان لري.

ورځپاڼه لیکي چې یوازې په تېرو څو ورځو کې شاوخوا دوه سوه تنه د افغانستان په بېلابېلو برخو کې په جلا بریدونو کې ووژل شول.

ورځپاڼه لیکي چې افغان حکومت او وسله وال ځواکونه دا مهال پر دوو ډګرونو جګړه کوي.

له یوې خوا وسله طالبان ډېری وخت افغان پوځ او پولیس او نورې دولتي ادارې په نښه کوي.

بل لور ته د داعش ډله بیا بیا د هېواد په بېلابېلو برخو کې مذهبي لږکي په نښه کوي چې غواړي چې په افغانستان کې د یوې فرقیه یيزې جګړې تخم وکري.

(د هندو) لیکي چې په تېرو څو کلونو کې په پرلپسې توګه په روانه جګړه کې د ولسي وګړو مرګ ژوبله ډېره شوې ده.

افغان حکومت تر ډېره پر ولسي وګړو د بریدونو غندنه کوي خو په عمل کې ډېر څه نشي کولی.

ورځپاڼه وایي، اوس باید نړیواله ټولنه په دې برخه کې د افغان حکومت او وسله والو ځواکونو مرسته وکړي چې په روانه جګړه کې یو ځل بیا برلاسي شي.