BBC
 شاته

د ایران د اټومي پروګرام په اړه د اروپايي ټولنې نظر څه دي؟

. د انځور حقوق Getty Images
Image caption اروپايي چارواکي د اټومي پروګرام پر سر د شوې هوکړې په اړه د ډاډ لپاره ایران ته ځي.

د ایران ډيلي ورځپاڼه د دې هېواد د اټومي پروګرام پر سر د شوي تړون خبره را اخلي او لیکي چې، د اروپایي ټولنې په باور د دې تړون بل هېڅ متبادل نه شته او اروپایي هېوادونه هغې هوکړې ته ژمن دي چې له ایران سره یې په دې اړه کړې وه.

ورځپاڼه د اروپایي مشرانو له قوله لیکي چې شوی تړون د اروپایي ټولنې په ګټه دی او دوی ډاډه دي چې ایران به د تړون ټولې مادې پلې کوي او خپلې کړې ژمنې به پوره کوي.

ورځپاڼه لیکي، د دې تړون لغوه کول یا ترې په شا کېدل د هېچا په ګټه نه دي او زیاتوي چې په راتلونکې میاشت کې به یو شمېر جګپوړي اروپایي چارواکي ایران ته ورځي او په دې برخه کې به ایراني مشرانو ته له خپلې خوا ډاډ ورکوي.

ورځپاڼه وایي، اروپایي مشران د ایران دا حق مني چې له ټولې نړۍ سره خپلې تجارتي اړیکې پراخې کړي.

اروپایي مشران دا څرګندونې په داسې وخت کې کوي چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له ایران سره د شوي تړون د لغوه کولو ګواښنه کړې.

پاکستانۍ ډان ورځپاڼه

د پاکستان ډان ورځپاڼې په کوټه ښار کې د یوازیني کتابتون په اړه یو مطلب لیکلی دی.

ورځپاڼه وایي چې د قاید اعظم په نامه دا کتابتون د دې ښار زرګونو کتاب مینه والو او زدکوونکو لپاره یوازینی ځای دی چې دوی هلته د خپلې خوښې محدود کتابونه موندلی شي.

خو ستونزې بیخي ډېرې دي. تر ټولو لویه ستونزه د کتابونو کمښت دی او په دې کتابتون کې یوازې څلور زره کتابه پراته دي.

که د کوټې ښار نفوس او هلته د زده کوونکو او کتاب مینه والو شمېر ته وکتل شي نو څلور زره کتابونه بیخي کم دي.

ورځپاڼه وایي په کتابتون کې بیا د همدې څلور زره کتابونو لپاره هم کافي ځای نشته.

د خلکو د کېناستو او لوست لپاره هم مېزونه کم دي او که څوک ناوخت را رسېږي نو اړ دي چې پر مځکه کېني.

د کتابتون مسول ورځپاڼې ته ویلي چې پخوا به ډېری د پښتنو سیمو ځوانان کتابتون ته ورتلل خو اوس د بلوڅو سیمو د ځوانان شمېر ډېر شوی دی.

هندوستان ټایمز

د هندوستان ټایمز ورځپاڼه لیکي چې د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت د هغو ۳۹ هندیانو د برخلیک مالومولو لپاره هلې ځلې کوي چې له ۲۰۱۴ کال راهیسي په عراق کې تری تم شوي دي.

ورځپاڼه وایي چې د بهرنیو چارو وزارت د دې کسانو له کورنیو نه غوښتي د ډی اېن اې معاینې لپاره دې وزارت ته ورشي.

دې خبرې د نا درکو کسانو په کورنیو کې هم هیله راټوکولې او هم یې وېرولي دي.

ځیني تمه لري چې ښایي د بهرنیو چارو وزارت د دوی د کورنۍ غړي موندلي وي.

خو نور بیا په ویره کې دي، ځکه د ډي اېن اې ازموینه ډېری وخت د مړو د پېژندنې لپاره ترسره کېږي، او داسې اندېښمنې شته چې کېدای شي دا کسان په عراق کې وژل شوي وي او اوس یې چېرته مړي موندل شوي وي.

ورځپاڼه لیکي چې په ۲۰۱۴ کال کې شاوخوا ۴۰ هندي کارګر، چې ډېری یې د پنجاب ایالت وو، د عراق موصل ښار کې د داعش ډلې لخوا وتښتول شول.

دې کسانو هلته په یوه شرکت کې کار کاوه. له دې ډلې یوازې یو تن په تېښته بریالی شوی و خو د نورو برخلیک لا هم معلوم نه دی.