BBC
 شاته

اشرف غني: اغزن تار ولسونه نشي بېلولی

د انځور حقوق ARG
Image caption افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي، اغزن تار د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته پراته ولسونه نشي بېلولی

دا لومړى ځل دى چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني پر ډیورنډ کرښې د پاکستاني پوځ د اغزن تار او کټارو لګولو اقدام ته غبرګون ښېي.

ولسمشر محمد اشرف غني، چې د يوه لوړپوري پلاوي په مشرۍ د پکتيا مرکز ګردېز ته تللی و، وویل، اغزن تار د کرښې دواړوغاړو ته پراته ولسونه نشي بېلولی.

ښاغلي غني زياته کړه "هغه خلک چې غواړي مونږ د خاردار سیم له لارې بیل کړي بیا دې فکر وکړي. موږ توپونو او طیارو نه کړو بیل، څو خاردار سیمونه څو قیچۍ غواړي. خاردار سیم تاریخ نشي قطع کولی، مینه او وینه د بېلېدو نه دي"

افغانستان کې پنځه پرلپسې خونړۍ ورځې

د پکتيا او غزني بريدونو کې څه دپاسه ٧٠ تنه وژل شوي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د شمېرو له مخې د ګردېز په ډله ييزو بريدونو کې تر ۶۰ زيات کسان ووژل شول

ولسمشر غني د پکتیا پر امنیه قوماندانۍ د تېرې اوونۍ د خونړيو بریدونو په اړه د دغه ولايت له خلکو سره د غمرازۍ څرګندولو ترڅنګ يو ځل بيا پرطالبانو د سولې غږ وکړ او ويې ويل "له تېرو څلویښتو کالونو راهیسې په لومړي ځل د سولې لپاره لوی فرصت شته".

ښاغلي غني په خبرو کې له وسله والو طالبانو وغوښتل چې د سولې غږ یې قبول کړي که نه په وینا یې وبه ځپل شي.

بيا رغونه

ولسمشرغني پکتیا ولایت لومړۍ درجې ته لوړ کړ او هلته یې په نژدې راتلونکې کې د بریښنا، روغتیا او د بیارغونې د ځینو نورو پروژو د پیلولو ژمنې هم وکړې.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption پاکستان پر ډيورنډ کرښه اغزن تار غځوي

ولسمشر محمد اشرف غني د پکتيا له خلکو سره ژمنه وکړه چې په راتلونکي يوه کال کې به په دې ولايت کې د بيارغونې ګڼ شمېر هغه پرمختيايي پروژې پلې کړي، چې د خلکو اساسي غوښتنې بلل کېږي.

ښاغلي غني وویل، "پکتیاوالو ته په تېرو دریو کلونو کې د بیارغونې برخه کې د پام وړ کار نه دی شوی او نور باید د دوی غوښتنو ته مثبت ځواب ورکړل شي".

ولسمشر غني او ورسره مل پلاوي تر غونډې وروسته د ۲۰۳ تندر قول اردو په روغتون کې د ګردېز د وروستۍ پېښې له ټپيانو سره هم ولېدل.

د انځور حقوق ARG
Image caption ولسمشر غني د پکتیا پر امنیه قوماندانۍ د تېرې اوونۍ د خونړيو بریدونو په اړه د دغه ولايت له خلکو سره غمرازي څرګنده کړه

د ګردېز په ډله ييزو بريدونو کې چې تېره اوونۍ پر امنيې قوماندانۍ ترسره شول، د روغتيايي مسوولانو په وينا تر شپېتو زيات کسان ووژل شول او تر ۲۳۰ ډېر نور ټپيان شول.

تېره اوونۍ د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د وسله والو طالبانو او داعش ډلې په خونړیو بریدونو کې تر دوو سوو زیات کسان ووژل شول، چې ولسي وګړي او امنیتي ځواکونه دواړه په کې شامل وو.