BBC
 شاته

ننګرهار کې د داعش او طالبانو ترمنځ نښتو خلک کډوالۍ ته اړ کړي

ننګرهار د انځور حقوق Migration Office, Nangarhar

د ختيځ افغانستان ننګرهار د خوږياڼو په وزيرو تنګي سيمه کې د تېرو پنځو ورځو راهيسې د حکومتي مخالفينو داعش او طالب وسله والو په خپلمنځي نښتو کې دواړو اړخونو ته د مرګ ژوبلې اوښتو سربېره، اته ولسي خلک وژل شوي او نژدې ۴۰۰۰ کورنۍ خپلو مېنو پرېښودو ته اړې شوي.

ويل کېږي د جګړې دواړه اړخونه غواړي د وزيرو په تنګي ستراتيژيکه سيمه ولکه ولري، دا سيمه د قبايلې سيمې کورمې ایجنسۍ سره نښتې ده.

د خوږياڼو ولسوال مبارز خادم بهادرزي بي بي سي ته وويل، په ياده سيمه کې له پنځه ورځنيو سختو نښتو وروسته د تېرې ورځې راهيسې نښته ولاړه ده، خو ولسي خلک لا هم له سيمې په راوتو دي.

ښاغلی بهادرزی وايي:" دا خلک وېرې اخيستی، پرون سيمه خالي شوه، څلور، څلور نيم زره، تر منځه زره کورنۍ د حرکت په حال کې دي."

د جګړې له وېرې چې شاوخوا څلور زره کورنۍ د خوږياڼو اړوند ځېنو امن سيمو ته کډوال شوي وايي، د کور توکي او ژوي يې ترې پاتې شوي او دوی يوازې خپل سرونه اېستلي دي.

ظاهر خان وايي:"داعشيان چې راکوز شول، تنګی سياره پاتي شو. موږ هم ځان راوباسه. کورونه او سامان هماغسې پاتې شول، نه پوهېږم چرته به اړوو."

د ننګرهار ولايتي اداره وايي، له سيمې د راکډه شویو کورنیو ته یې له تېرې ورځې بېړنۍ مرستې رسولي او د جګړې سیمې ته يې پوځيان ور ډېر کړي دي.

د انځور حقوق Migration Office, Nangarhar

سيمه یيز حکومتي چارواکو ویلي، په دې نښتو کې د داعش د ۱۴ او طالبانو د ۱۲ وسله والو د وژل کېدو سربېره د ۸ ولسي خلکو وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

داعش وسله والو تر دې دمه رسنيو ته څه نه دي ويلي، خو د طالبانو يوه وياند ذبيح الله مجاهد بي بي سي سره خبرو کې ويلي، داعش وسله والو غوښتل دا سيمه ونيسي چې دوی ورسره مقاومت کړی او د ده په وینا ګڼه مرګ ژوبله يې ور اړولې ده. ده د خپلو دوو ملګرو او د دوی په ملاتړ د څلورو ولسي خلکو د وژل کېدو ويلي.

پر ياده سيمه له ډېرو کلونو راهيسې د وسله والو طالبانو ولکه وه چې اوس يې يو شمېر کلي داعش وسله والو ولکه کړي.

تر دې وړاندې هم په ننګرهار کې د داعش او وسله الو طالبانو ترمنځ له یوبل د سيمو د لاندې کولو پر سر نښتې شوي او دا سيمه هم د ګڼو مالي منابعو په درلودلو او وسله والو د اسانه اکمال ده.