BBC
 شاته

پکتیا: د طالبانو برید کې له کلونو وروسته نوې میندواره هم وژل شوې

د ګردېز په پېښه کې یوه هغه مېرمن هم وژل شوې چې تر واده پنځلس کاله وروسته نوې میندواره شوې او د روغتیایي کتنو له پاره د ګردېز ملکي روغتون ته ورغلې وه.

پر دوشنبې د پکتيا په مرکز گرديز ښار کې امنیې قومندانۍ سره نږدې د پولیسو پر روزنځي د وسلوالو طالبانو شوي ډله ییز برید کې د دغه ولايت امنيې قومندان په گډون ٤٧ کسان وژل شول.

ډاکټران وایي چې د پېښو پر مهال ډزو کې یو شمېر نور ناروغان هم لګېدلي ځکه چې ملکي روغتون د پېښې ځای ته ډېر نژدې دی.

د بي بي سي داود جنبش د دغه روغتون د جراحۍ څانګې له مشر ډاکټر ننګیالي ساپي نه چې پخپله یې ډېر ټپیان درمللي په یوه مرکه کې لومړی د پېښې د ورځې انځور وپوښت.