په میوند ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر قرارګاه ډله ییز برید
د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د ملي اردو پر یوه قرارګاه ولسوال ډله ییز برید شوی دی.
برید د اکټوبر په ۱۸مه د شپې مهال ناوخته تر سره شوی دی.
د لومړنیو معلوماتو له مخې، لومړی د قرارګاه دروازې مخې ته موټر بم چاودنه شوې او بیا ځانمرګي وسله وال قرارګاه ته ننوتلي دي.
تر اوسه د جګړې د پای ته رسېدو او مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري د بي بي سي 'محفوظ زبیدی ' ته په میوند ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر قرارګاه برید منلی خو په اړه یې نور معلومات نه دي ور کړي.
وسله والو طالبانو د برید پړه منلې او د ګڼو افغان ځواکونو د مرګژوبلې ادعا یې کړې ده.
نور جزیات وروسته