BBC
 شاته

د افغان نجونو فوټبال ولې پرمختګ ونه کړ؟

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
له فوټبال سره د نجونو مینه

په افغانستان کې که څه هم د نجونو فوټبال ډېره اوږده مخینه نه لري، خو سلګونه نجونې ورماتې شوې دي.

دلته د نجونو د فوټبال لومړنۍ لوبډله شاوخوا یوه لسیزه مخکې جوړه شو ه. تمه وه چې وده به یې چټکه وي، خو داسې ونه شول.

لوبغاړې یې پړه د مسؤولینو پر نه پاملرنې او ناسم مدیریت وراچوي، خو چارواکي پر شوي پرمختګ خوښ دي او بې ساری یې بولي.

د نجونو فوټبال په افغانستان کې یوه نوې پدیده ده. شاخوا دیارلس کاله کیږي چې لوبې يې پیل شوي، خو د رسمي لوبو عمر یې تر دې هم کم دی. په دغې مودې افغان ښځینه لوبغاړو په کور دننه او بهر ځينې سیالۍ کړي.

د افغانستان د نجونو د فوټبال ملي لوبډلې لومړی ځل په ۲۰۱۰ کال کې په آسیايي سیالیو کې ګډون وکړ.

د افغان فوټبال نجونو لوبډله

کابل کې د نجونو فوټبال په انځورونو کې

فوټبال کې افغان نجونو له هنده لويه ماتې وخوړه

د غوره افغان فوټبالرانو د موندلو بهیر څنګه دی؟

په ۲۰۱۲ کال کې د سویلي آسیا هیوادونو ترمنځ په سیالیو کې یې نیمه پای لوبو ته لار وموندله، خو وروسته تر هغه دغه لوبډله دومره نه ده ځلېدلې.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د ښځینه فوټبال برخې مدیره مارینا اسلمزاده وايي په وروستیو کې له فوټبال سره د نجونو لیوالتیا ډېره شوې او د فوټبال فدراسیون هم دا مهال د هلکانو په پرتله نجونو ته ډېر پام کوي.

په کابل کې په لومړي ځل شاوخوا درې میاشتې مخکې د نجونو لپاره د فوټبال ځانګړی لوبغالی جوړ شو، ټاکل شوې چې دلته به نجونو ته تر ډېره د ښځینه روزونکو له خوا روزنه ورکول کیږي. له ټول هېواده نجوني نه شي ورته راتللی، خو بیاهم له پنځه شپږ ولایتونو څخه نجونې په دې لوبغالي کې فوټبال کوي.

Image caption پر ځینو کلپونو او د افغانستان فوټبال فدراسیون دننه پرته نور نجونو ته د لوبو زمینه نه ده برابره.

یو شمېر اوسنۍ او مخکنۍ لوبغاړې ګیله کوي چې د فوټبال ښې زمینې یوازې هغو نجونو ته برابریږي چې پېژندګلوي او یا هم واسطې ولري.

مونا امیني چې وړاندې تر دې تر ۱۷ کلونو د ټيټ عمر لرونکو نجونو ملي لوبډلې لوبډلمشره وه وايي دغه حالت نهیلي کړې:

"که دوی غواړي چې د افغانستان فوټبال پرمختګ وکړي نو باید له واسطو او پېژندګلویو ډډه وکړي، ځکه زیاتره نجونې واسطې کاروي، یوه د جنرال صاحب لور ده بله يې د مرستیال لور ده، نو که داسې وي ښکاره خبر ده چې پرمختګ نه کیږي".

له هېواده بهر نجونو ته لومړیتوب ورکول

د نجونو فوټبال ملی لوبډلې مخکنۍ لوبغاړې معصومه محمدي چې اوس د یوه کلپ د روزنکې دنده پر غاړه لري وايي په بهرنیو سیالیو کې تر ډېره هغو نجونو ته لومړیتوب ورکول کیږي چې له هېواده بهر دي. چې دا کار د لوبغاړو پر روحیې منفي اغېز کوي:

"ښه به وي چې په هېواد کې دننه استعدادونه وکارول شي، ځکه په بهرنیو سفرونو کې لومړیتوبو بهرنیو نجونو ته ورکول کیږي او ستره ستونزه ده. تاسې وګورئ دلته نجونې په دغې هوا کې راځي او له ستونزو سره سره تمرینونه کوي.

خو په پایله کې یې پنځه شپږ کسان ټاکل کیږي او نورې یې له بهره لوبه کوي. زموږ ډېرې کورنۍ لوبغاړې تر بهرنیو هغو ښه لوبه کوي".

نجونې یواځې په سپورټي چاپیریال کې له ستونزو سره مخ نه دي، بلکې له کورنۍ نیولې بیا تر ټولنې د نجونو پر وړاندې راز راز خنډونه موجود وي، چې په آسانۍ سره لوبو کولو ته هم نه حاضریږي.

پر ځینو کلپونو او د افغانستان فوټبال فدراسیون دننه پرته نور نجونو ته د لوبو زمینه نه ده برابره.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون مسؤولین وايي د ښو لوبغاړو په پیدا کولو کې ستونزه نه لري، خو کله چې لوبغاړي وروزي او ثمر ته ورسیږي نو یا د کورنۍ ستونزو او یا هم نورو لاملونو له کبله فوټبال پریږدي چې دا د دوی لپاره په یوه سرخوږي بدل شوی دی.

د فوټبال فدراسیون غړی او د نجونو کمیټې مشر عبدالصبور ولیزاده وايي ورزشيادارې لوبغاړو ته سپورټي زمینې برابروي، خو تر هغه وړاندې نور څه نه شي کولای.

د افغانستان فوټبال فدراسیون ادارې په وروستیو کې د ښځینه وو فوټبال ته د ډېر پام خبر کوي. وايي لوبغالي یې ورته جوړ کړي او ټورنمنټونه یې ورته برابر کړي.

د فوټبال لوبغاړو پایلې ژر نه ترلاسه کیږي نو باید د نیوکو پر ځای باید له زغمه کار واخیستل شي. خو که د راتلونکو پنځو کلونو لپاره منظم پروګرامونه جوړ نه شي نو ښايي افغان ښځینه لوبډلې دا وړتیا هم ونه مومي چې د ګاونډیو هېوادونو لوبډلو ته ماتې ورکړي.