BBC
 شاته

افغانستان کې لومړی ځل د کرېکټ فرسټ کلاس لوبې پیلېږي

. د انځور حقوق ACB

په افغانستان کې په لومړۍ ځل د کرېکټ د نړیوالې شورا تر نېغې څارنې لاندې د لومړۍ درجې یا څلور ورځني کرېکټ لوبو سیالۍ پیلېږي.

دغه څلور ورځنۍ (فرسټ کلاس) سیالۍ د افغانستان د پنځو زونونو تر منځ، په کابل، ننګرهار او خوست ولایتونو کې تر سره کېږي.

د افغانستان د کورني کرېکټ مشر دولت احمدزي د فرسټ کلاس سیالیو د اهمیت په اړه وايي:

"د کورني کرېکټ پرمختګ زموږ د نړیوال کرېکټ پرمختګ ته لاره اواروي او همدا فرسټ کلاس لوبې دي، چې د لوبغاړو پروفایل پکې جوړېږي."

فرسټ کلاس لوبې څه دي؟

په کور دننه فرسټ کلاس لوبې په نړیوال کرېکټ کې د ودې لپاره اړینې ګڼل کېږي. ښاغلی احمدزی په لنډو ټکیو کې د فرسټ کلاس کرېکټ په اړه وايي:

"هغه څلور ورځنۍ لوبې چې په نړیواله کچه تر سره کېږي، ټېسټ لوبې یې بولي، خو که په همدغه چوکاټ کې په کوردننه تر سره شي، فرسټ کلاس کرېکټ لوبې ورته وايي"

د انځور حقوق ACB

فرسټ کلاس لوبې باید لاندې ځانګړنې ولري:

•لوبه باید له درېوو ورځو ډېر وخت ونیسي.

•دواړه لوبډلې باید دوه - دوه لوبې وکړي

•هره لوبډله به یوولس لوبغاړي لوبوي

•لوبه باید په نړیوالو معیارونو برابرو لوبغالو کې وي

•لوبه به د کرېکټ د نړیوالې شورا له اصولو سره سمه تر سره شي

د افغانستان د فرسټ کلاس کرېکټ لوبو سیالي به بل سبا د اکټوبر په ۲۰مه پیل او د ډیسمبر میاشتې تر ۱۹مې به دوام وکړي.