BBC
 شاته

سړي هم د تیو په سرطان اخته کېږي

Image caption ایان کرانسټون د تیو سرطان اړوندې نرسې آنی ترینور سره

ګڼ خلک داسې انګیري چې ګني یوازې ښځې د تیو په سرطان اخته کېږي، خو داسې نه ده.

که څه هم د سړو د تیو سرطان یوه کمیابه پدیده ګڼل کېږي، خو لاهم هر کال په شمالي ایرلنډ کې په اوسط ډول ۱۰ نارینه د تیو په سرطان اخته کېږي.

۷۰ کلن ایان کرانسټون په تېره مې میاشت کې پوی شو چې د تیو سرطان لري، دوه اونۍ وروسته یې د تیو ایستلو جراحي عملیات وشول.

د ایرلنډ بورټاډون ښار اوسېدونکی او د دوو ماشومانو پلار کرانسټون په جون میاشت کې له ناروغۍ په بشپړه توګه روغ شو او هوډ یې وکړ چې په ډاګه وايي، یوازې ښځې نه دي چې د تیو په سرطان اخته کېږي، بلکې سړي هم پرې اخته کېدای شي:

"سړي هم باید د تغیراتو راتلو په حالت کې د خپلو تیو طبي ازموینه وکړي."

دغه سینه بند کولای شي سرطان تشخیص کړي؟

د "ولسمشر مرستیال" ډرامې وتلې لوبغاړې د تيو په سرطان اخته شوې

افغانستان کې د سینې سرطان کابو نیمايي ناروغان مري

د تيو سرطان فیلم، د برتانیا ټلوېزیوني مقررات وننګول

د تیو مقلوب سرونه

په تېره مې میاشت کې کله چې کرانسټون له حمامه راووت، د مېرمنې یې ورته پام شو.

هغې ورته وویل، د تیو سرونه یې مقلوب شوي باید ډاکټر ته ولاړ شي.

ایان وايي: "نه پوهېدم چې دا به ولې داسې شوي وي."

دی یاتوي: "دې ته مې وویل چې سړي د تیو په سرطان نه اخته کېږي؛ نو ډاکټر ته باید ولاړ نه شم."

نوموړی دا هم وايي چې "نه پوهېدم زما به هم دوه تي وي، دا زما سینه ده، سړي تي نه لري. دا ناممکنه ده."

په پای کې یې مېرمنې ډاکټر ته د تللو قناعت ورکړ، همدا وو چې ډاکټر په کریګافون سیمه کې روغتون ته د تګ سپارښتنه ورته وکړه.

کرانسټون د ازموینې پایلې راوتلو سره هک پک شو.

دی وايي: "سړي هم د تیو په سرطان اخته کېږي، هېڅ مې نه منله. هېڅ د ویلو او کار شیمه مې نه لرله، خو مېرمنېمې الیزابیت وژړل."

کرانسټون د ناروغۍ د کچې پوهېدو د ډېروالي هوډ وکړ، چې په وینا یې که یو سړی هم له دې ناروغۍ خبر کړم، دا به مې ډېر کار کړی وي.

نښې نښانې

په شمالي ایرلنډ کې د سرطاني ناروغیو په تړاو د کوینز پوهنتون د شمېرو له مخې، په تېرو ۲۳ کلونو کې ۱۶۶ سړي د تیو په سرطان اخته شوي دي.

د انځور حقوق SPL
Image caption هر کال شمالي ایرلنډ کې ۱۰ سړي د تیو په سرطان اخته کېږي

که څه هم په ناروغۍ د اخته سړیو (چې شمېر یې ۹۹ سړي وو) عمرونه د ۶۰ او ۸۰ کلونو ترمنځ وو، خو د ۲۶ نورو سړو عمرونه بیا ۴۰ کاله وو. د تیو په سرطان د اخته ۴۰ کسانو عمرونه بیا تر ۸۰ کلونو لوړ وو.

د تیو سرطان د درملنې متخصصه نرسه آنی تریانور وايي: "ډېر خلک نه پوهېږي چې سړي هم د تیو په سرطان اخته کېږي، ځکه دوی ان په دې هم نه پوهېږي چې سړي هم تي لري."

دا زیاتوي: "خو د سړيو د تیو سرونو لاندې کوچني انساج لري، دا هماغه ځای دی چې د تیو په سرطان اخته کېدای شي."

'تي خوري ماشوم د سرطان ناروغۍ تشخیص کې مرسته وکړه'

تریانور د ناروغۍ نښې د ښځو د ناروغۍ نښو ته ورته دي چې لاندې څیزونه پکې راتلی شي:

- د تیو مقلوب سرونه

- د تیو منځ انساجو کې پړسوب

- د تیو د سرونو راوتل

- ټپ او تورم